کابو ۲۰ ورځې وروسته په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیلېږي او هغه نجونې چې د ښوونځیو پرانیستو ته په تمه دي اوس په اندېښنې سره شپې ورځې شمېري.
د ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه امریکایي چارواکو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې امینې محمد د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له افغان مېرمنو سره د زدهکړو په برخه کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د هغوی د حقونو برابرولو ته ژمن پاتې شي.
اغلې محمد وویل: «نړۍواله ټولنه باید د افغان نجونو د حقونو او زدهکړو په برخو کې د اړتیاوو د برابرولو لپاره خپل یووالي ته دوام ورکړي. اړتیا ده چې له دغو نجونو سره یو لاس شو، د هغوی غږ پورته کړو او یوازې یې پرې نه ږدو.»
هغې دوام ورکړ: «موږ همداراز زدهکړو ته د لاسرسي په موخه مالي، روغتیایي او د خوراکي آسانتیاوو او نورو اړینو خدماتو ته دوام ورکوو.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د وضعیت کمېټې رییسه له زدهکړو د نجونو بېبرخې کېدل د خواشینۍ وړ بولي او وایي چې د افغان مېرمنو لپاره ان دیجیټلي زدهکړې ستونزمن کار دی.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د سویلي افریقا جمهوریت دایمي استازې او د ښځو د وضعیت کمېټې رییسې ماتو جویني په دې اړه وویل: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي د خواشینۍ وړ دي. کله چې د ډیجیټلي زدهکړو په اړه خبرې کوو، څنګه ډاډمن کېدلای شو چې نجونې ډیجیټلي او محاسباتي زدهکړې ترلاسه کوي ترڅو په مانا لرونکې توګه په ډیجیټلي نړۍ کې ګډون وکړي؟ له همدې امله د نجونو لپاره زدهکړې ډېرې سختې شوې دي.»
د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره پر ښځو محدودیتونه ولګول شول او له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل، پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز او په موسسو کې د ښځو د فعالیت مخنیوی د دغو محدودیتونو یوه برخه ده.
په همدې حال کې یو شمېر زدهکوونکې نجونې وایي چې له زدهکړو پرته ژوند ورته مانا نه لري.
دغه نجونې له طالبانو غواړي چې په نوي ښوونیز کال کې د ښځو پر زدهکړو بندیز پایته ورسوي.
د یوولسم ټولګي زدهکوونکې سودابې وویل: «تر یو کال زیاته موده مو له ښوونځي پرته تېره کړه، ډېر سخت وضعیت دی. ټوله تمه مو نوي کال ته ده. غواړو چې ښوونځي ته ولاړې شو؛ موږ مه ناهیلې کوئ.»
یوې ښوونکې محسنې صبور د طالبانو له خوا د نجونو د زدهکړو د مخنیوي پر سیاستونو په نیوکې سره وویل: «په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړو اجازه نه ورکول به د نجونو، کورنیو او هېواد لپاره ناوړه پایلې ولري. هره ورځ میلیونونه نجونې خپلې هیلې او فرصتونه له لاسه ورکوي.»
نوموړې دې ته په اشارې سره چې له زدهکړو پرته د هغوی لویېدل به وېروونکي وي، څرګنده کړه، دا ښه نه ده چې نیمایي ټولنه له ښوونې او روزنې بې برخې پاتې شي.
هغې زیاته کړه: «زموږ د ټولنې بنسټ او ستنې ماشومان او ځوانان دي. کله چې بنسټ سم نه شي، ښکاره ده چې ټولنه مو هم پاشل کېږي. د نجونو پرمخ د ښوونځیو نه پرانیستل، ګاونډیو هېوادونو ته د زرګونه کورنیو د کډوالۍ لامل شوي دي.»
نوی ښوونیز کال کابو شل ورځې وروسته پیلېږي؛ خو طالبانو تر اوسه د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو پرانیستو ته شین څراغ نه دی ښودلی او لسګونه زره نجونې په بېبرخلیکۍ کې شپې ورځې تېروي.