افغانستان

د زابل په خاک افغان او نوبهار کې د اوبو بندونو د جوړېدو غوښتنه

که څه هم اوسمهال د زابل په مرکز کلات کې د تورې په نوم اوبو بند د جوړېدو چارې روانې دي خو ددې ولایت اوسېدونکي له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو غواړې چې ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې خاک افغان او نوبهار کې هم د اوبو بندونه جوړ کړي.

د محمد حسن په نوم د زابل د ارغنداب ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي، چې د وچکالۍ له امله یې په تېرو کلونو کې حاصلات کم وو، خو په وینا یې که بندونه جوړ شي، حاصلات او د خلکو عواید به زيات شي.

نوموړی زیاتوي: «زما د باغ زیات حاصلات تېر کال د وچکالۍ له امله خراب شول، خو سږ کال بارانونه شوي هيله لرم حاصلات به ښه وي، خو که بندونه جوړ شي، نو موږ به دوامداره اوبه ولرو.»

د زابل مرکز کلات کې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت له خوا د تورې د اوبو بند د جوړېدو چارې رواني دي.

په زابل کې د طالبانو له خوا د ترنک او جلدک سنديزې حوزې رییس عبدالکريم ذولفقار وایي، د وچکالۍ د اغېز کمولو لپاره د زابل په خاک افغان او نوبهار ولسوالیو کې د اوبو د دوو لويو بندونو د جوړېدو ترڅنګ، په دې ولایت کې ۱۲۲ د اوبو د کوچنیو بندونو یا چېک ډمونو جوړېدو ته اړتیا ده.

نوموړی زیاتوي، دا چاره به د زابل له اقتصاد او کرنې سره خورا مرسته وکړي.

هغه وایي: «د زابل په نوبهار او خاک افغان ولسوالیو کې موږ د اوبو د دوو بندونو جوړېدو ته زياته اړتیا لرو او ترڅنګ يې د سروې له مخې د زابل په مرکز او ليرو پرتو ولسوالیو کې هم ۱۲۲ چېک ډمونو ته اړتیا ده چې په جوړېدو سره به یې د زابل د کروندګرو او اوسېدونکو اقتصاد د کرنې له اړخه پياوړی او تر ځمکې لاندې اوبو کچه به لوړه شي.»

له بلې خوا، د هېواد د ملي پراختيا ادارې رییس عبدالرحمن عطاش د زابل د تورې بند څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د زابل د تورې بند د چارو د چټکتيا ترڅنګ به دغه ولایت کې د نورو بندونو د جوړولو په اړه هم د چارواکو او خلکو غوښتنې تر مسوولینو ورسوي.

هغه زیاتوي: «زابل ته د همدې لپاره را استول شوی يم، چي د خلکو ستونزې او د تورې په نوم بند له رغنيزو چارو ليدنه وکړم او ترڅنګ يې نورې پرمختيايي چارې هم چټکې شي، زه به د خلکو او چارواکو ستونزې له مشرتابه سره شريکې کړم.»

زابل، کندهار او ارزګان هغه سویلي ولایتونه دي، چې د اوسېدونکو ژوند يې تر ډېره پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.