سوداګري

د ورځې مهمو اقتصادي خبرونو ته کتنه

په داسې حال کې چې د ملګروملتونو سازمان افغانستان کې د جدي انساني ناورین خبر ورکوي، طالبان په هېواد کې پانګونې ته د بهرنیو شرکتونو د لېوالتیا خبره کوي.

د ملګروملتونو سازمان یو چارواکی: افغانستان په یوه جدي انساني ناورین کې دی

د ملګروملتونو سازمان ځانګړی استازی او د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو د همغږۍ مسوول رامز الاکبروف نیویارک کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې اوس‌مهال افغانستان کې ۲۸ میلیون تنه د خپل ژوند د دوام لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال شمېرې وړاندې کړې چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان په ناخالص کورني تولید کې ۳۰ تر ۳۵ سلنې کموالی راغلی.

د ملګروملتونو سازمان په روان زېږدیز کال کې له افغانانو سره د ۴.۶ میلیارد ډالرو مرستې په لټه دی.

افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنیو شرکتونو لېوالتیا

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وایي چې ډېری بهرني شرکتونه افغانستان کې پانګونې ته لېواله شوي دي او د د دغو پانګونو ارزښت ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د دغې مرستیالۍ پر ټویټر لیکل شوي چې دا پانګونې به تر ډېره د کانونو، کرنې، انرژۍ، ترانسپورت او کوچنیو او منځنیو سوداګریزو برخو کې ترسره شي او اوس‌مهال په ځینو دغو برخو کې عملي کار پیل شوی دی.

د طالبانو کابینې د ۱۴۰۲ کال بودیجه تصویب کړه

د طالبانو د مالیې وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بودیجې سند د توشېح لپاره د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته لېږل شوی دی.

طالبانو د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې د کچې په اړه کره معلومات نه دي وړاندې کړي.

په ۱۴۰۱ کال کې؛ ۲۳۱ میلیارده افغانۍ د عادي او پراختیایي بودیجې لپاره په پام کې نیول شوې وې چې له دې منځه ۲۸ میلیارده یې پراختیایي او پاتې عادي بودیجې ته ځانګړې شوې وې او افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره ترټولو کمه پراختیایي بودیجه تجربه کړه.

تېرو ۷ میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ۱۱ سلنه زیاتوالی

د پاکستان دولتي بانک (SBP) راپور ورکړی چې افغانستان ته د پاکستاني توکو صادراتو په تېرو ۷ میاشتو کې د تېر کال د ورته وخت د صادراتو په پرتله ۱۰.۵۸ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د پاکستان د دولتي بانک له خوا د وړاندې شویو معلوماتو له مخې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات په جولای میاشت کې نږدې ۲۵۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

پاکستاني رسنیو بیا لیکلي چې پاکستان ته د افغانستان واردات کم شوي دي.