نړۍ

د ایران په څو ښارونو کې د ښوونځيو د نجونو مسمومېدل

د ایران دولتي چارواکي وایي چې د دغه هېواد په قُم ښار کې سلګونه زده‌کوونکې د نجونو ښوونځیو د تړلو په موخه مسمومې شوې دي. که څه هم ایرانيو چارواکو دغه موضوع رد کړه، خو اوس یې د دې موضوع په تایید هغه تهران ته نږدې قم ښار کې پر ۳۰ ښوونځیو قصدي برید بللی دی.

ایراني چارواکو ویلي، د یوه زهري ګاز په واسطه چې د نجونو په ښوونځیو کې خپرېده د یو شمېر نجونو زده‌کوونکو د قصدي مسمومیت په اړه راپورونو په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

د ایران دولتي رسنۍ وایي، دغه څېړنې وروسته له هغې پیل شوې چې لسګونه نجونې زده‌کوونکې له یوه مرموز مسمومیت وروسته د قم ښار په روغتونونو کې بستر شوې دي.

د مسمومیتونو په اړه ترټولو ډېر راپورونه له قم مذهبي ښاره رسېدلي او اوسمهال داسې انګېرل کېږي چې دغه قصدي مسمومیتونه د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په موخه وو.

د زاهدان د جامع جومات سني امام مولوي عبدالحمید د دې پېښې په غبرګون، دا مسمومیتونه د اسلامي جمهوریت پروړاندې د نجونو او ښځو له پاڅونونو غچ اخیستل بللي دي.

په همدې حال کې د یکشنبې پر ورځ د ایران په بروجرد ښار کې یو شمېر زده‌کوونکې نجونې په ورته پېښه کې مسمومې او روغتون ته ولېږدول شوې.

د بروجرد په شریعتي روغتون کې د بیړنۍ برخې یوه ډاکتر چې د مسمومو زده‌کوونکو درملنه یې پرغاړه لرله د تهران هم‌میهن ورځپاڼې ته ویلي، ډېری زده‌کوونکې چې دوی ته راغلې دي د سردرد، تنفسي ستونزې، زړه بدوالي او د ټیټ فشار نښې یې لرلې او ځینې یې هم له سخت خپګان سره مخ وې.

د ایران په پارلمان کې د بروجرد ښار استازې فاطمې مقصودي هم د دغه هېواد هم‌میهن ورځپاڼې ته وویل، چې دا مسمومیتونه «قطعاً قصدي» دي.

هغې ټینګار وکړ: «د امنیتي ځواکونو له خوا د ښوونځیو له امنیتي کمرو ځینې نښې لاسته راغلې دي. دغه نښې ښيي چې دغه پېښه نه یوازې طبیعي نه ده بلکې قصدي هم ده. خو ترڅو چې لامل یې روښانه نه شي، په اړه یې تر دې زیات څه نه شو ویلای.»

د ایران د پوهنې وزیر یوسف نوري نن چهارشنبه سهار د کب میاشتې پر لسمه نېټه د کابینې د ناستې په څنډه کې په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د مسمومیت موضوع او د خپرو شویو ګازونو د سرچینې په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه: «ټاکل شوې د کورنیو چارو د وزارت له خوا په دې برخه کې معلومات وړاندې شي.»

هغه زیاته کړه: «دا موضوع ترینګلې ده او له همدې امله به د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې څېړنې وکړي.»

په همدې حال کې د ایران د پارلمان استازو د نجونو په ښوونځیو کې د نجونو د مسمومیت موضوع د څېړلو لپاره د یوې ځانګړې ډلې د رامنځته کولو خبر ورکړی دی.