نړۍ

په یونان کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۳۲ تنه مړه شول

د یونان ژغورونکې ډلې نن چهارشنبې د مارچ په لومړۍ نېټه د دوو اورګاډو د ټکر په پېښه کې د ژوندي کسانو د ژغورلو په حال کې دي.

د تسالي سیمې ولسوال وویل: «یو ښاري مسافر وړونکی اورګاډي چې له آتن څخه تسالونیکي شمالي ښار ته روان و، د سه شنبې مازدیګر مهال د یونان په مرکز لاریسا ښار څخه بهر په ډېر ګړندي تګ سره له باروړونکي رېل ګاډي سره ټکر وکړ. ددې ټکر له امله په یو شمېر واګونونو کې اور ولګېده چې زیات شمېر کسان پکې زیانمن او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی، په دغه مسافروړونکي اورګاډي کې کابو ۳۵۰ تنه سپاره و چې پرون مازدیګر مهال له آتن ښار څخه روان شوی و.

د اور وژنې ادارې اعلان وکړ چې د سه شنبې له نیمې شپې لږ مخکې له دغې پېښې خبره شوې ده. دا اورګاډی له تسالونیکي څخه لاریسا ته د حرکت په حال کې و.

دا په داسې حال کې دي چې د یونان د اورګاډي زوړ سیستم بیارغونې ته اړتیا لري.

د بي بي سي خبري شبکې د راپور له مخې، د اور وژنې ځایي سازمان وویل چې ددې سازمان اوولس موټر د اور سیمې ته رسېدلي دي. تراوسه د دې ټکر لامل نه دی روښانه شوی.

رویترز خبري آژانس د یوه ځوان سړي له قوله چې له سیمې راوتلی لیکلي: په واګون کې وېره خپره شوه، خلکو نارې سورې وهلې.

د انجلوس تسیاموراس په نوم یوه کس ځایي رسنیو ته ویلي: «دا پېښه د زلزلې په شان وه.»

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، د تسالي سیمې ولسوال کوستاس آګوراستوس دولتي ټلویزیون ته وویل چې دا یو لوی ټکر و، وېروونکې شپه ده، د دې صحنې بیانول آسانه نه دي.