نړۍ

له ترکیې څخه سوریې ته د ۴۰زره سوري کډوالو ستنېدل

ترکي چارواکي او د سوریې دولت مخالفین چې د دې هېواد شمال په خپل واک کې لري وایي، کابو ۴۰ زره سوري کډوال چې په ترکیه کې یې ژوند کاوه د فبرورۍ د ۶ نېټې له ورانوونکې زلزلې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا تر دوشنبې ورځې پورې ۱۳ زره او ۵۰۰ تنه له باب ال‌هوا پولې، نږدې ۱۰ زره تنه د جارابولوس له سرحدي دروازې او ۷ زره تنه نور له باب ال‌سلام لارې څخه سوریې ته ستانه شوي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت یوه چارواکي تایید کړې ده چې سوریې ته د بېرته ستنو شویو کسانو ټول شمېر ۴۰ زرو تنو ته رسېدلی او هره ورځ لا زیاتېږي.

ترکیه د ۳.۵ میلیونه سوري کډوالو کوربه ده. دغه هېواد د تېر کال په اپرېل میاشت کې ځینې محدودیتونه ولګول چې په نوموړي هېواد کې د ترکیې او سوریې ترمنځ د سوري کډوالو د تګ راتګ مخه نیسي. خو د فبرورۍ د ۶ نېټې له زلزلې وروسته د ترکیې دولت دغو کډوالو ته وړاندیز وکړ چې کولای شي تر شپږو میاشتو پورې د سوریې په شمالي برخو کې مېشت شي.

یو زیات شمېر کډوالو له دغه فرصته ګټه واخیسته ترڅو له خپلوانو سره د لیدنې لپاره خپل هېواد ته ستانه شي.

د فبرورۍ د ۶ نېټې ورانوونکې زلزلې ترکیه کې د ۴۴ زره تنو پر مړینې سربېره سوریه کې هم ۶ زره کسان مړه کړي دي.

د ملګروملتونو سازمان د راپور له مخې، د سوریې په شمال لوېدیځ کې ۴ میلیونه خلک ژوند کوي چې ډېری یې ان له زلزلې مخکې د ملګروملتونو سازمان مرستو ته اړ وو.