نړۍ

د ایټالیا د سویل په سمندر کې ۴۵ پناه‌غوښتونکي ډوب شول

Photo: ANSA

ایټالیایي چارواکو راپور ورکړی، چې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پرمهال تر ۱۲۰ تنو زیات پکې سپاره وو. هغوی د افغانستان، پاکستان او سومالیا وګړي وو.

انسا او د ایټالیا نورو خبري آژانسونو د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړ چې لږترلږه ۴۵ تنه د پناه‌غوښتونکو د یوې لېږدوونکې کښتۍ له ماتېدو وروسته د د ایټالیا د کالابریا سیمې په سواحلو کې ډوب شول.

د دغو راپورونو له مخې په کروتون ولایت کې د یوه ساحلي تفرېح‌ځای شاوخوا ۲۷ مړي موندل او په اوبو کې نور جسدونه هم لیدل شوي دي.

د دغه خبري آژانس په وینا، د قربانیانو اوسنی شمېر ۴۵ تنه دی او د زیاتېدو امکان یې زیات دی. په همدې حال کې ویل کېږي چې کابو ۸۱ تنه ژغورل شوي دي.

Photo: ANSA

په همدې حال کې ویل کېږي چې له دې ډلې کابو ۸۱ تنه ژغورل شوي هم دي.

د ایټالیا د اوروژنې سازمان په ټلګرام کې لیکلي: «په کښتۍ کې د سپرو کډوالو ترمنځ د څو مړو شویو او کابو ۴۰ ژوندي پاتې شویو کسانو په اړه راپور راغلی دی.»

یوه بل خبري آژانس وویل چې په کښتۍ کې تر ۱۰۰ تنو زیات وو، په داسې حال کې چې یوې بلې ایټالیایۍ رسنۍ لیکلي چې په جسدونو کې څو نوي زېږېدلي او ماشومان هم شامل دي.

همداراز رویټرز لیکلي، چې د افغانستان، ایران او پاکستان پناه‌غوښتونکو لېږدوونکې کښتۍ له ډبرو سره لګېدلې ده.