افغانستان

نیمروز کې د کورونو د پلټنې پیل

نیمروز کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز کې د کورونو پلټنې پیل کړې دي.

د زرنج ښار یو اوسېدونکی کریم آمو ته وایي، چې طالبانو نن یکشنبه سهار شپږ بجې د زرنج ښار په لومړۍ ناحیه کې د کورونو پلټنې پیل کړې دي.

هغه زیاتوي: «سهار ۶ بجې هوا تیاره وه، دروازه وټکول شوه، یوه ډله طالبان وو چې ۱۵ یې نارینه او ۳ ښځې ورسره وې، په پټو مخونو له اجازې پرته کور ته دننه شول او د کور ټولې خونې یې وپلټلې.»

د سرچینې په وینا طالبانو، د دې سیمې ټولنې کوڅې په رنجرو، ټانګونو او د استخباراتو په ځواکونو سره بندې کړې او سیمې پوځي حالت خپل کړی و.

د زرنج ښار یوې بلې اوسېدونکې فریبا آمو ته وویل چې طالبانو په دویمه ناحیه کې پلټنې د سهار ۷ بجې پيل کړې او هر کور کې یې نیم ساعت په غور سره پلټنې کولې.

هغې دوام ورکړ: «طالبانو بکسونه، المارۍ، وسایل او د پخلنځي لوښي او ان تر غالیو لاندې ځایونه کتل. هغوی موږ ته وویل چې په وسلو او جنګي مهماتو پسې ګرځي او له موږ سره کار نه لري.»

فریبا وایي چې له هغوی سره درې ښځې وې او د کور توکې یې ټول تیت کړل او ان ماشومان او ښځې یې هم تلاشي کولې.

نوموړې زیاته کړه، هغه ډله چې د دوی سیمې ته راغلې وه د درېیو ښځو په ګډون ۲۳ تنه وو او د وسلو، جنګي مهماتو او د طالبانو د مخالفو جبهو اړوند کسانو د موندلو لپاره یې د کورونو د پلټنې اقدام کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو میاشتو کې په کابل، هرات او مزارشریف کې هم د کورونو د تلاشۍ اقدام کړی و.

په هغې موده کې خلکو د طالبانو د جنګیالیو پر ناسم چلند په نیوکې سره ویل، چې طالبان ښځینه ځواکونه نه لري او نارینه د خلکو د کورونو په خصوصي فضا کې د خلکو شخصي وسایل تلاشي کوي.