نړۍ

په ترکیه کې د غیرمعیاري ودانیزو کارونو په تور د ۱۸۴ تنو نیول کېدل

په داسې حال کې چې په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې تلفات له ۵۰ تنو زیات شوي او پر هغه څه د خلکو غوسه زیاته شوې چې په ودانیزو کارونو کې فساد بلل کېږي، د ترکیې د کابینې یو وزیر په وروستۍ زلزله کې د نړېدلو ودانیو د غیرمعیاري کارونو له امله د ۱۸۴ تنو د نیولو خبر ورکوي.

د فبرورۍ د شپږمې نېټې د تلفاتو د وروستیو شمېرو له مخې، ۴۴ زره او ۱۲۸ په ترکیه او شپږ زره په سوریه کې مړي شوي چې ددغې مرګونې زلزلې ټول تلفات څه د پاسه ۵۰ زره تنو ته رسېدلي دي.

دغې زلزلې د ځاني تلفاتو ترڅنګ ورانونکي مالي تلفات هم لرلي دي. ۱۶۰ زره ودانۍ چې ۵۲۰ زره اپارتمانونه پکې وو یا په بشپړ ډول نړېدلي او یا هم داسې ویجاړ شوي چې د بیا کارولو وړ نه دي.

د ترکیې د عدلیې وزیر بکر بوزدا وایي چې د ورانو شویو ودانیو په تړاو له څه د پاسه ۶۰۰ تنو پلټنې شوې او ۱۸۴ تنه نور نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې په رسمي توګه نیول شوي او په بند کې دی؛ ۷۹ د ودانیو قراردادیان، ۷۴ تنه هغه چې د ودانیو قانوني مسوولیت پرغاړه لري، ۱۳ د جایدادونو خاوندان او اتلس تنه هغه کسان چې د ودانیو کارونه یې ترسره کړي دي.

له دغې مرګونې زلزلې وروسته، د ترکیې ډېري وګړي پر هغه څخه نیوکه کوي چې د ودانیو په جوړولو او ښاري پراختیا کې یې فساد بولي.

ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جون میاشتې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل دوه لسیزو حکومت تر ټولو لویې سیاسي ننګونې په اړه یې د ځواب ویلو ژمنه کړې ده.

د ترکیې لوړپوړو چارواکو اعلان کړی، کابو دوه میلیونه کسان چې ددې غمیزې په پایله کې بې کوره شوي ددغه هېواد په بېلابېلو سمیو کې په خېمو، کانتینرونو او ودانیو کې مېشت شوي دي.