نړۍ

بایډن د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بیاځلې نوماندۍ ته چمتو دی

د جوبایډن مېرمن او د امریکا لومړۍ مېرمنې جل بایډن له اسوشیتد پرس سره په مرکه کې وايي چې د جوبایډن د بیا نوماندۍ یوازې «وخت او ځای» پاتې دی.

مېرمن بایډن ددې مطلب په بیانولو سره د ولسمشر بایډن د بیا ځلې نوماندۍ احتمال تقربیاً بشپړ کړ.

مېرمن بایډن وویل: د جوبایډن د بیا نوماند کېدو له وخت او ځای پرته بل څه نه دي پاتې.

هغې زیاته کړې چې بایډن باید څو ځله دا موضوع روښانه کړي ترڅو تاسو باور وکړئ. نوموړي چې کوم کار پيل کړی باید هغه بشپړ کړي.

که څه هم په خپل ولسمشر بایډن په ځلونو ویلي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د بیاځلې نوماندۍ نیت لري خو تراوسه یې په رسمي توګه دا موضوع نه ده اعلان کړې.

له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته ABC له ولسمشر څخه د هغه د مېرمنې د څرګندونو په اړه پوښتنه وکړه، په خندا سره یې وویل: «مخکې له دې چې یو پراخ کمپاین پیل کړو، نور کارونه باید بشپړ کړم.»

د بایډن سلاکارانو ویلي چې ښایي په اپریل میاشت کې، د جوبایډن د نوماندنۍ موضوع په رسمي توګه اعلان شي.