افغانستان

د ښار د صفايۍ پیسو پر بې دلیله زیاتوالي د غور او بادغیس د اوسېدونکو نیوکې

د فیروزکوه او قلعه نو ښارونو یو شمېر اوسېدونکي په دغو ولایتونو کې د طالبانو د ښاروالیو له خوا د خدماتو وړاندې کولو په اړه نارضایتي څرګندوي او وايي، که څه هم طالبان له هغوي د خپلو کورونو او هټیو د صفایۍ په نوم ډېرې پیسې اخیستې؛ خو تراوسه یې هېڅ اغېزناک خدمات نه دي وړاندې کړي.

د غور ولایت د فیروز کوه ښار یو اوسېدونکی عبدالقدیر شمس د آمو ټلویزیون خبریالت ته وايي: «له هغه وخته چې طالبان راغلي، د ښاروالۍ کارکوونکو له موږ څخه د صفايۍ ډېرې پیسې اخیستې؛ خو هېڅ یې نه دی کړی.»   

عبدالناصر احمدي چې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې هټۍ لري هغه هم پر ځایي طالب مسوولینو په نیوکې سره وايي: «که څه هم د طالبانو د ښاروالۍ ادارې کارکوونکو له موږ څخه د تېرو کلونو په پرتله زیاتې پیسې اخیستې؛ خو له کثافاتو د ښار د پاکولو لپاره یې هېڅ کار نه دی کړی.»

هغه زیاته کړه: «په تېرو وختونو کې به ښاروالۍ له کور او هټۍ څخه د صفايي په نوم له ۴۰۰ تر ۶۰۰ افغانۍ اخیستې؛ خو اوس طالبانو له ۱۵۰۰ تر دوه زره افغانۍ اخلي خو په بدل کې یې هېڅ کار هم نه کوي. کوڅې مو خرابې دي، د کثافاتو لپاره سطلونه نشته، نه پوهېږو دا پیسې څه کوي.»

له بلې خوا، د غور او بادغیس ولایتونو اوسېدونکي وایي چې په دغو ولایتونو کې د ښاروالیو د مسوولینو بې پامي د کثافاتو د زیاتوالي او د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو لامل شوې چې د خلکو روغتیا ګواښي.

دوی په دغو ولایتونو کې له طالب مسوولینو غواړي، له هغو پیسو چې د صفایۍ په نوم یې له خلکو اخلي، د ښار او کوڅو په نظافت او پاکۍ کې ترې کار واخلي.

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان باوري دي چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د خلکو له خوا د ښاري ژوند فرهنګ ته پام نه کېږي او په ښارونو کې د عمومي پاکۍ کچې ټيټوالی د ډول ډول ناروغیو د زیاتوالي لامل شوی دی.

د چاپېریال ساتنې چارو یو کارپوها عنایت الله رحیمي وایي: «کله چې په ښار کې د اوبو ویالې او کانالونه پاک شي او خلک پر سړکونو نظافت ته پام وکړي، موږ به د ساري ناروغیو د کمښت شاهدان واوسو.»

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه، د خلکو له خوا د ښار د صفایۍ پیسو ورکړه یو اصل بولي او باوري دی چې ښاروالۍ او د ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې دنده لري ترڅو په ښارونو کې د کثافاتو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره، خلکو ته خدمات وړاندې او عامه پوهاوی ورکړي.

له بلې خوا، د غور او بادغیس ولایتونو د ښاروالیو ادارو مسوولین د ښارونو پاکۍ ته د مسوولینو د بې پامۍ ادعا ردوي او وايي چې دوی د ښاروالیو د مقررو پربنسټ له خلکو د صفایۍ پیسې اخیستې او هغه د ښار په کچه د خلکو د اساسي اړتیاوو له مخې مصرفوي.

د قلعه نو ښاروالۍ په اداره کې د طالبانو یو مسوول د آمو ټلویزیون خبریال ته  وايي: «موږ له هېچا د صفایۍ په خاطر اضافي پیسې نه دي اخیستې، د راټولولو معیار له وړاندې ټاکل شوی او ډېری خلک تمه لري چې دا پیسې ترې وانه خیستل شي. موږ چې له ۵۰۰ تر زر افغانۍ له خلکو راټولوو، د ښار په پاکۍ او نظافت کې ترې کار اخلو. زموږ کارکوونکي شپه او ورځ کار کوي، د خلکو ادعا ناسمه ده او موږ یې ردوو.»

د فیروز کوه ښاروالي مسوولین هم وایي چې دوی له خلکو اضافي بیسې نه راټولوي او هغه کسان چې له دې بنسټه شکایت لري، د څو کلونو د صفایۍ پیسې یې نه دي ورکړې.

د فیروزکوه ښاروالۍ ویاند شعیت حماد د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي: «زموږ خدمات نظافت او په فرعي کوڅو کې د جغل او شکو اچول دي او تل مو له ښاره کثافات راټول کړي دي. دا د ښاریانو ستونزه ده چې خپل کثافات په ټاکلو ځایونو کې نه اچوي. هغه لامل چې موږ د صفایۍ لپاره زیاتې پیسې اخلو دا دی چې له ۱۳۹۲ کال راهیسې له دې امله د ښاروالۍ پوروړي دي.»

د غور او بادغیس د ښاروالیو مسوولین همداراز وایي چې دوی پلان لري چې په راتلونکي پسرلي کې خلکو ته لازیات خدمات وړاندې کړي.