روغتیا

د نورستان د خلکو روغتیایي ستونزې؛ یو کلینیک بیا رغول شوی دی

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د روغتیایي کلینیک ډېری برخې ویجاړې شوې وې چې تازه په افغانستان کې د سویډن کمیټې له خوا رغول شوی دی.

په داسې حال کې چې د نورستان په بېلابېلو برخو کې خلک له روغتیایي خدماتو بې برخې دي او د سختو لارو له امله په تېره بیا په ژمي کې خپل ناروغان د دې ولایت او نورو روغتیايي مرکزونو ته نه شي رسولای او ډېر ځله یې ناروغان پر لارو ژوند له لاسه ورکوي.

په دې لړ کې د دې ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ننګراج کلي کې یو کلینیک د سویډن کمیټې په مرسته او د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ رغول شوی دی.

ددغه کلینیک د رغنیز کار د بشپړېدو په مراسمو کې د سویډن کمیټې مسوولینو، د سیمې قومي مشرانو او اوسېدونکو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې مسوول دانیال مدني وايي: «خوښ یم چې د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره ټاکل شوی یم، سویډن کمیټ تل هڅه کوي چې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي. موږ په  افغانستان کې د روغتیا، پوهنې او بیارغونې په برخو کې فعالیت لرو او خپلو مرستو ته به دوام ورکړو.»

نوموړي ددغه کلینیک په بیارغونه کې د ځایي خلکو له همکارۍ څخه هم مننه وکړه.

د نورستان د ننګراج کلینیک د بیارغونې چارې په پنځو میاشتو کې بشپړې شوې.

له بلې خوا، د سیمې اوسېدونکي ددغه کلینیک پر بیارغونه خوښ دي خو په دې سیمه کې د درملو او روغتیايي خدماتو له نشتوالي سرټکوي او د طالبانو له روغتیا وزارته غواړي چې په دې ولایت کې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

یو قومي مشر نورالدین وایي: «ددې کلینیک په بیارغونه خوښ یوو ځکه دا مو لویه هیله وه چې دا کلینیک ورغول شي او دغو بې وزله خلکو ته روغتیايي خدمات پکې برابر شي.»

د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی محمد قاسم وايي: «کله چې دا کلینیک جوړ شو هغه مهال یې ښه روغتیايي خدمات وړاندې کول خو د دې کلینیک ډېرې برخې چې زیانمنې شوې خدمات یې هم ودرول شول او له ګڼو ستونزو سره مخ شوو.»

د ویلو ده چې د نورګرام ولسوالۍ دغه کلینیک په تیر جمهوري نظام کې جوړ شوی و چې د نه پاملرنې او امکاناتو د نشتوالي له امله یې ډېرې برخې ویجاړې شوې وې.