افغانستان

د بلغاریا له دردونکې پېښې د یوه ژغورل شوي افغان کیسه

آمو ټلویزیون په دې راپور کې صربیا ته په روان قاچاقي موټر کې د ژغورل شوي افغان کیسه را اخیستې ده.

په دې پېښه کې چې د (فبرورۍ په ۱۸مه) وشوه، بلغاریا کې په یوه موټر کې د ۱۸ افغان کډوالو مړي وموندل شول چې په ناقانونه توګه صربیا ته لېږدول کېدل.

ځايي پولیسو ویلي و، چې په دغه موټر کې افغان کډوال په ناقانونه توګه صربیا ته لېږدول کېدل.

په دې پېښه کې یو ماشوم هم مړ موندل شوی او دغه راز له موټره د ۵ ماشومانو په ګډون ۳۴ نور کسان ژوندي ژغورل شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

روح‌الله چې په دې پېښه کې ژغورل شوی اوس د بلغاریا د کډوالو په یوه پنډغالي کې اوسېږي.

هغه د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی وایي، هغه مهال یې بیا ځلې ساه واخیسته چې د دې هېواد پولیس راغلل او دوی یې روغتون ته ولېږدول.

روح‌الله ځان بختور بولي چې له خپلو یو شمېر ملګرو سره ژغورل شوی خو له اوښکو ډکو سترګو د خپلو هغو ملګرو یادونه کوي چې په دغه کانتینر کې له ده سره ملګري وو او ساه یې ورکړې ده.

هغه وایي، له نوموړي سره په بند کانتینر کې ۵۰ افغان کډوال، چې غوښتل یې اروپا ته ځانونه ورسوي یوځای واچول شول، چې ډيری ملګرو یې د اکسیجن د نشتوالي له امله ساه ورکړه.

ژغورل شوی روح‌الله زیاتوي: «غوښتل مو له بلغاریا صربیا ته ولاړ شو قاچاق کوونکي ته بل چا پر ټلیفون وویل چې ۲۵ تنه راولېږه خو هغه ۵۰ تنه په بند کانتینر کې واچولو، کابو ۱۰ ساعته مو مزل وکړ، کانتینر کې هوا ختمه شوه ځینې ملګرو ته مې کتل چې له خبرو لوېدلي.»

هغه زیاتوي، په موټر کې د ناستو ځوانانو عمرونه تر ډېره له ۱۸ تر ۲۵ کلونو پورې وو او یو شمېر یې له ۱۸ کلنۍ کم عمره وو.

هغه وایي، بیا یې هم ملګري ژغورل کېدل خو موټر چلوونکی د دې پرځای چې پولیسو ته ځان ورسوي مسافر او موټر یې پرېښود او ځان یې پټ کړ چې په پایله کې یې زما د لارې ۱۸ ملګري مړه شول.

روح‌الله څه ډول وژغورل شو

روح‌الله زیاتوي: «کانتینر بند و او ساه اخیستل پکې ګران شوي و، زه د کانتینر په کونج کې پروت وم، ساه مې بنده بنده شوه، خو یو کوچنی چاقو راسره و د کانتینر ترپال مې لږ وشکاوه او خوله مې همغه سوري ته ونیوله پروت وم دمه نه وه راکې چې وروسته پولیس راغلل او بیا یې راکښته کړو. سخت حالت و!»

دغې پېښې د روح‌الله کورنۍ هم د یوې ورځې لپاره د ویر په ټغر کېنوله ځکه چې د ده نوم د مړو په لېست کې راغلی و.

د نوموړي د تره زوی عبدالخالق وایي، د ویر ټغر یې هغه وخت له کوره لیرې شو چې په نامعلومه شمېره دوی ته زنګ راغی او وې ویل چې زه ژوندی یم.

عبدالخالق زیاتوي: «احوال راغی چې خلک مړه دي، سخت حالت و ټولو ژړل، کورنۍ مو یوازې دې ته په تمه وه چې که ښايي د ژوند احوال یې راشي خو له یوې ورځې ویر او زړا وروسته یې زنګ را وواهه چې ژوندی دی، خو پر موږ هغه ورځ د قیامت په شان تېره شوه.»

له هغه مو وپوښتل چې ولې مو په دې مرګونې لار روح الله اروپا ته ولېږه.

وایي، د طالبانو له راتګ وروسته وزګارۍ او بېوزلۍ دې ته اړ کړي چې روح‌الله اروپا ته په دې مرګونې لار واستوي او دا سخت حالت وزغمي.

روح‌الله او ۳۴ نور ملګري یې بختور وو، چې یو ځل بیا یې د ژوند ساه واخیسته خو سخته هغو ته ده چې د کورنۍ خواږه غړي یې د اروپا په ارمان مړه شول او لا یې مړي کورنیو ته نه دي رسېدلي.

د بلغاریا پولیسو ویلي چې دا موټر د پلازمینې صوفیې د شمال ختیځ په ۲۰ کیلومترۍ کې لوکورڅکو کلي ته نږدې درول شوې و او ناقانونه کډوال پکې په جوړو شویو کوچنیو برخو کې ځای پر ځای شوي‌ وو.

ځايي روغتیایي مسوولینو ویلي، چې په موټر کې سپاره کسان یخنۍ، د اکسیجن کمښت او لوږې وژلي دي.

عام افغانان بیا پر طالبانو غږ کوي، چې د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي او انساني قاچاق کوونکو ته سزا ورکړي.

دوی وایي، ګڼو افغان ځوانانو هغه مهال له هېواده د وتلو هوډ وکړ چې دلته طالبان واکمن شول او د دوی د محدودیتونو له امله وزګاري او لوږه زیاته شوه.

د مالوماتو له مخې، اوس هم د ورځې لسګونه افغان ځوانان د بېلابېلو خطرونو په زغملو سره له هېواده د وتلو په لپاره د سفر تل کوي تر څو خپلو کورنیو ته یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي.