روغتیا

له نشه یي توکو راګرځېدلي: باید د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی وشي

په نشه توکو یو شمېر روږدي کسان چې تازه یې درملنه شوې وايي، ددې لپاره چې بیاځلې په نشه یي توکو اخته نه شي باید د کار زمینه ورته برابره شي.

له نشو دغه راګرځېدلي وایي که د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونه نیول شي، د نشه يي توکو د روږدو درملنه به ګرانه ويږ

تازه په غزني کې د طالبانو د روغتیا ریاست اعلان کړی چې ۵۰ تنه په نشه يي توکو روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

محمد کریم یو دغه روږدی دی چې تازه یې درملنه شوې او وايي: «زه هیله لرم هغه کسان چې درملنه یې شوې، د کار زمینه ورته برابره شي ترڅو بېرته په نشه يي توکو اخته نه شو او همداراز باید د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شي.»

سلیم یو بل ځوان دی چې د نشه یي توکو کارول یې پرېښي او خپلې کورنۍ ته ورستون شوی دی. هغه وایي چې له وزګارۍ یې نشه يي توکو ته مخه کړې او څه موده یې له کورنۍ لیرې د غزني پر واټونو تېره کړه، خو اوس یې ۴۵ ورځې په درملنه کې تېرې کړې دي.

سلیم وایي: «ډېر خوښ یم چې اوس ښه یم، نشه يي توکي نه کاروم او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوم. کله چې روږدی وم کورنۍ مې ډېره راته اندېښمنه وه، اوس دوی هم خوښ دي چې زه بېرته یو سالم انسان شوی یم.»

ډېری دغه کسان چې درملنه یې شوې داسې ځوانان دي چې لوړې زده کړې لري.

په غزني کې د طالبانو د روغتیا رییس رسول خان نظري وايي چې دا ۵۰ تنه د دې ولایت په نشه د روږدو د درملنې په ۵۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې وو.

نظري وايي: «په نشه يي توکو د روږدو راټولول او درملنه زموږ اساسي موخه ده او په نږدې راتلونکي کې به په جاغوري ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د درملنې یو بل مرکز هم پرانیستل شي.»

تازه د طالبانو تر ادارې واک لاندې باختر آژانس د دې ډلې له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت له قوله ویلي چې په افغانستان کې څه د پاسه درې میلیونه او ۵۰۰ زره تنه په نشه یي توکو روږدي دي.