افغانستان

افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د لیرې کولو لپاره د مونیخ په ناسته کې د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنه

د البانیا، بلجیم، کانادا، فرانسې، جرمني، آیسلنډ، کوزوو، مغولستان او سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرانو یوه بیانیه خپره کړه.

د بهرنیو چارو دغو ښځینه وزیرانو د ۲۰۲۳ مونیخ په امنیتي ناسته کې له عمومي چارو څخه د ښځو د حذفولو لپاره د طالبانو هڅې په کلکه وغندلې.

طالبانو په کابل کې له بیاځلې واکمنېدو وروسته پر افغان نجونو او ښځو ډېر محدودیتونه ولګول. پارکونو ته تلل، په تصویري رسنیو کې د دوی نه فعالیت او له کار او زده کړو د ښځو او نجونو منع کول یو شمېر دا محدودیتونه دي.

په مرستندویه موسسو کې د ښځو د کار مخینوی ددې لامل شوی چې اړمنو ته یو شمېر مرستندویه بنسټونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د مونیخ په امنیتي ناسته کې ټینګار وکړ چې طالبان له ټولنې د افغانستان د نیمایي وګړو په حذفولو، له بشري حقونو سخته سرغړونه کوي او د طالبانو پرېکړې د هېواد راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

ددې بیانیې په دوام کې راغلي چې موږ د ښځو لپاره د محدودیتونو د لیرې کولو په تېره بیا د بشردوستانه مرستو په وړاندې کولو کې د دوی د اساسي رول په هکله، متحد یوو. دا چاره به د مرستو د وړاندې کولو بهیر له خنډ سره مخ کړي، چې افغان مېرمنې، ماشومان او نارینه سخته اړتیا ورته لري.

هغوی همداراز ټینګار وکړ چې دوی د خپلو حقونو او آزادیو لپاره په مبارزه کې د ایرانیو ښځو او نارینه وو ترڅنګ ولاړې دي. د دوی مبارزه ښيي چې یوازې په هغه ځای کې چې ښځې په امنیت کې وي، ټول خوندي دي. نه یوازې په ایران او افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې.