فرهنګ او هنر

کونړ کې یوه کورنۍ له ۳۵ کلونو راهیسې د آهنګرۍ له لارې خپلې اړتیاوې برابروي

سپين ږیری یارمحمد د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سیمه کې د قلفونو جوړولو مشهور کارځای لري. هغه په دغه کارخونه کې قلفونه، قیچي ګانې، چاقوګان، لرونه، بېلچې او داسې نور وسپنیز توکي جوړوي.

یار محمد وایي، کابو ۳۵ کاله کیږي چې د اهنګرۍ له لارې د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې برابروي او که څه هم د کار کولو وس او حوصله نه لري خو له مجبورۍ دې کار ته دوام ورکوي ترڅو د کورنۍ لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

نوموړی زیاتوي: « دعمر نیمايي برخه مې په قلفونو جوړولو کې تېره شوه او اوس هڅه کوم چې دغه کار خپل زوی ته هم ورزده کړم تر څو پري پوه شې او خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.»

یار محمد وایي: «نه یوازې مې خپل زوی بلکې د کونړ په نورو سیمو کې مې هم ګڼ شمېر شاګردان روزلي چې اوس هغوی هم دغه کار کوي، له دې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي او دا یې د عاید یوه ښه سرچینه ده.»

د یار محمد زوی رشید چې له خپل پلار سره د پښ په دې هټۍ کې کار کوي وايي: «ما له خپل پلار سره کلونه دا کار وکړ، په لومړیو کې راته خورا ګرانه وه، هغه وخت مې چې له پلاره دغه کسب زده کاوه راته ګران و خو اوس مې کار یو څه زده کړی او ډېره ستونزه پکې نه لرم.»

رشید زیاتوي: «پر دې سربېره د موټرو او موټر سایکلونو رغول او ترمیم او داسي نور کسبونه مې هم زده کړي دي.»

رشید وايي: «زه په دې کار نه شرمېږم ځکه دا یو کسب دی او کسب زده کو کوم عیب نه دی، زما به تل هڅه دا وي چې دا کار د خپلې کورنۍ نورو غړو ته هم ورزده کړم، پلار مې خولې تویې کړې او موږ ته یې نفقه برابره کړې اوس ددې وخت دی چې موږ زیار وباسو او د کورنۍ اړتیاوې برابرې کړو.»

د یار محمد په لاسونو او زیار جوړ شوي قلفونه او نور د وسپنې وسایل پر کونړ سربېره د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته هم وړل کېږي او خلک په ورځینو چارو کې ترې کار اخلي.

د هغه په لاس جوړ شوي قلفونه  تاریخي ارزښت هم لري او د کونړ ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د تاریخي اثارو په توګه ساتل کېږي.