نړۍ

چین او ایران: طالبان باید «ټولګډونه دولت» جوړ او د ښځو خلاف له توپیري چلنده لاس واخلي

د چین او ایران ولسمشرانو له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې یو ټولګډونه دولت چې ټول قومونه او سیاسي دلې پکې ونډه ولري، جوړ کړي.

د ایران او چین ولسمشرانو ابراهیم رییسي او شي چینګ پینګ چې په بیجنګ کې یې په خبري ناسته کې خبرې کولې، له طالبانو یې وغوښتل چې د ښځو د کار او زده کړو محدودیتونه لیرې کړي. دوی ټینګار وکړ چې امریکا او د ناټو متحدین باید «په افغانستان کې د اوسني وضعیت مسوولیت ومني.»

ایران او چین همداراز پر نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکو ټینګار وکړ او د بشري حقونو او دیموکراسۍ په اړه یې «غربي معیارونه» رد کړل.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، سخت محدودیتونه لګولي دي. دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې، ښځو ته یې له محرم پرته له کوره پر وتلو بندیز ولګاوه، د دوی پرمخ یې د پوهنتونونو دروازې وتړلې او په نادولتي موسسو کې یې یې له کار کولو منع کړې او همداراز یې تفریحي پارکونو، سپورتي کلپونو او عمومي حمامونو ته د ښځو پر تلو بندیز لګولی دی.

ایران او چین په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې یو «ټولګډونه حکومت جوړ کړي چې ټول قومونه او سیاسي ډلې پکې ونډه ولري، دوی له همداراز له طالبانو غواړي چې د ښځو، قومي لږکیو او نور دینونو خلاف ټول «توپیري اقدامات» ودروي.

د طالبانو لخوا د اشرف غني د حکومت له سقوط وروسته د افغانستان سیاسي انزوا د چین لپاره یو فرصت برابر کړی ترڅو په دې هېواد کې په اصلي لوبغاړي بدل شي. چین په تېرو شلو کلونو کې له طالب مشرانو سره نږدې اړیکې لرلې دي.

د افغانستان د مخکیني دولت له سقوط مخکې، بیجنګ له کابل سره نږدې کاري اړیکې لرلې او افغان امنیتي ځواکونو د چین په غوښتنه د اویغور ډلې د څارنې او په نښه کولو لپاره مرسته ورسره وکړه.

خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې چین له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

له بلې خوا، ایران په داسې حال کې له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي چې تهران په خپله د ښځو له حقونو په سرغړونې تورن دی. د ارشاد ګزمې (د طالبانو د امربالمعروف په شان ډلې) له خوا د مهسا امیني مړینه ددې هېواد په څو ښارونو کې د اعتراضونو لامل شوې ده. د ایران دولت تراوسه ددغو اعتراضونو پرمهال لسګونه تنه وژلي او یو شمېر نور یې هم «د ځمکې پرمخ د فساد» او نظام د پرځولو په تور اعدام کړي دي.

د ایران ولسمشر له خپل چینایي سیال سره په خپله مخکینۍ کتنه کې په هانګ کانګ کې د دغه هېواد د ډیموکراسۍ له ځپلو او د ټایوان پر کورواکه دولت د واکمنې له ادعا ملاتړ کوی و.

ښاغلي شي هم په هغه بیانیه کې چې د چین دولتي ټلویزیون پر خپله وېبپاڼه خپره کړه، ویلي: «چین د ملي واکمنۍ، یو اړخیز پالنې او زورواکۍ په وړاندې د ایران له مقاومته ملاتړ کوي.»

چین او ایران د مسکو ترڅنګ د امریکا د ځواک په وړاندې د تعادل په توګه ځانونه معرفي کوي. چین پر اوکراین د روسیې له تېري ضمني ملاتړ او ایران یې وسله وال ملاتړ کړی دی.