افغانستان

طالبانو په کابل کې د دفاع وزارت دوه پخواني قوماندانان ونیول

سرچینې آمو ته  وایي چې د بغلان لوا پخوانی قوماندان فرید سیدخیلي او ددې لوا د کنډک مخکینی قوماندان پرویز سیدخیلي دوشنبې د مرغومي په ۲۳مه د کابل د ۱۷ حوزې اړوند سیمه کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

سرچینو ویلي چې پرویز سیدخیلي د نیولو پرمهال د طالبانو په ډزو کې ټپي شوی دی.

په پروان ولایت کې درې پخوانۍ امنیتي سرچینې چې نه غواړي په دې راپور کې یې نومونه واخیستل شي وایي چې طالبانو دغه دوه تنه هغه مهال چې غوښتل یې له پروان څخه کابل ته ولاړ شي، نیولي دي.

یوه دغه سرچینه وايي چې د ۲۱۷ پامیر لوا قوماندان فرید سیدخیلي او د کنډک قوماندان پرویز سیدخیلي دوشنبې د سلواغې په ۲۳مه د کابل ښار د اوولسمې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې کوتل په سیمه کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو لومړی ددغو دوو پوځیانو پر موټر ډزې وکړې او وروسته یې نیولي دي.

دغه سرچینه وایي چې پرویز سیدخیلي د طالبانو په ډزو کې ټپي شوی دی.  

له بلې خوا، د طالبانو یوه سرچینه وایي چې په تېرو څو ورځو کې د مقاومت جبهې څو غړي د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

هغه وویل: «دوه تنه یې د مخکیني نظام دوه لوړپوړي چارواکي دي، اوس یې نومونه نه شم اخیستی.»

موږ هڅه وکړه چې ددغو دوو پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو په اړه د طالبانو رسمي نظر هم ترلاسه کړو؛ خو خالد ځدراڼ د آمو د خبریال تماسونو ته ځواب ورنه کړ.

د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې په ۲۴مه د طالبانو له رستنېدو وروسته دغې ډلې عمومي عفوه اعلان کړه او د مخکیني دولت کارکوونکو ته یې ډاډ ورکړ چې دوی د طالبانو له خوا له پلټنې سره نه مخ کېږي.

خو په تېرو اتلسو میاشتو کې رسنیو رپوټ ورکړی چې د مخکیني نظام پوځیان او ملکي کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول او شکنجه شوي او په ځینو موردونو کې وژل شوي دي.

آمو د سلواغې په دیارلسمه رپوټ ورکړ چې د ځانګړو ځواکونو یو مخکینی افسر نهه میاشتې د طالبانو په زندان کې تر شکنجې لاندې و.

د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه راپور کې چې د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په نهمه یې خپور کړ، وویل چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو درېیو میاشتو کې، د هېواد څه د پاسه سل مخکیني پوځیان د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز د روان کال د وري په ۲۲مه د طالبانو له خوا د مخکینیو پوځیانو د نیولو، شکنجې او وژنو په اړه راپور خپور کړ چې له مخې یې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ۵۰۰ پخواني پوځیان وژل شوي دي. د دې راپور پر بنسټ یوازې ۸۶ تنه دغه پوځیان په بغلان کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته خپل کلني راپور کې وویل چې د تېر کال د زمري میاشتې له نیمایي بیا د روان کال تر غبرګولي پورې ۱۶۰ تنه پخواني پوځیان وژل شوي، ۱۷۸ تنه نیول شوي او ۵۶ نور هم شکنجه شوي دي.