افغانستان

د لغمان په مهترلام بابا دښته کې د بڼ د جوړولو لپاره هڅې

یو خصوصي بنسټ په لغمان ولایت کې پر ۸۰۰ جریبه ځمکه بڼ او تفریحي پارک په دې موخه جوړوي چې یو شمېر وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

لغمان کې د قمر خیریه بنسټ استازی احسان الله نوروز وایي، په مهترلام بابا دښته کې ددغه لوی بڼ او تفریحي پارک پر جوړولو یو میلیون او دوه سوه زره ډالر لګښت راځي چې رغول به یې شاوخوا دوه کاله وخت ونیسي او په هغې کې به د لسګونه کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي.

نوموړی زیاتوي: «پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د بڼوالۍ او مالدارۍ ترڅنګ تفریحي پارک جوړوو چې دوه کلونو کې به یې د جوړولو کار بشپړ شي، په دې کې به د خصوصي سکتور د پیاوړتیا ترڅنګ سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

نوروز وایي، په هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره وزګاري زیاته شوې او اړتیا ده چې خصوصي برخه د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «له پانګه‌والو مې غوښتنه دا ده چې افغانستان ابادې سیمې او اوبه لري نو دلته دې پانګونه او عامو خلکو ته دې د کار زمینه برابره کړي.»

په دغه بنسټ کې د پروژې انجینر هدایت الله سنایي، بیا وایي ختیځ ولایتونه ښه هوا لري او دوی غواړي، چې په لومړي ځل پر ۵۰ جریبه ځمکه د مالټو نیالګي کېنوي.

نوموړی وايي، هڅه کوي چې په راتلونکي کې د بڼوالۍ بهیر پراخ او زیات کسان په کار بوخت کړي چې په وينا یې اوس ۱۵۰ تنه ورسره کار کوي.

هغه څرګنده کړه: «په لومړي سر کې په سل جریبه ځمکه د تل زرغونو نیالګیو (مالټو، کینو، ستروسو، لیمو، زیتونو، خرما..) بڼونه جوړوو، چې طبیعي او اقتصادي ارزښت دواړه لري، په اقتصادي برخه کې به لغمان بېلابېلې میوې نورو ولایتونو ته صادروي.»

د سیمې قومي مشران هم دا د دې ولایت لپاره ښه زیری بولي او وایي په دې سره به د خلکو اقتصاد پیاوړی او سلګونه ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي.

قومي مشر درویش وايي: «د دغو بڼونو ګټه ټول افغانستان په تېره د لغمان لپاره ده چې له یوې خوا خلک په کار وګمارل شي او له بله پلوه به دښتې زرغونې شي.»

دوی تمه لري چې د خصوصي برخې ترڅنګ طالبان هم د وچو دښتو د ابادولو لپاره کار وکړي.

د اقتصادي چارو پوهان که څه هم دا ډول هڅې د ولس او هېواد په ګټه بولي خو ټینګار کوي چې طالبانو باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او پانګه‌والو ته د دوی د شتمنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

دوی په دې باور دي چې طالبان په لویه کچه په اقتصادي برخه کې کمزوري دي او خلکو ته د کاري زمینو د برابرولو پرځای، له خلکو د ډول ډول مالیو په اخیستو او محدودیتونو په لګولو سره بې وزلي او ناخوالې لازیاتوي.

هېوادوال تمه لري چې طالبان ولس ته د کار او ترڅنګ یې خصوصي برخې ته د پانګونې او خوندیتوب زمینه برابره کړي ترڅو په هېواد کې د وزګارۍ کچه راټیټه او بې وزلي کمه شي.