افغانستان

غور کې د باج اخیستو په جرم د څو طالب چارواکو ګوښه کول

۱۲ تنه طالبان له خپلو صلاحیتونو د ناسمې ګټې اخیستنې او د خلکو د ځورولو په تور د دې ډلې د تصفیې کمېسیون له خوا له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

په دې کسانو کې د غور د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان، سکتوري مدیر، د استخباراتو امر او ولسوال شامل دي.

د غور د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي وویل: «د حیدر شریفي په نوم د ولسوالۍ سکتوري مدیر هغه څوک دی چې د بېلګې په توګه له بېوزلو سره د یوې موسسې ۴۰۰ ډالري مرستې له ځان او بېوزلو ترمنځ ۵۰ – ۵۰ وېشلې او وروسته یې د ولسوالۍ له لوړپوړو مسوولینو سره وېشلې.»

د دغې سرچینې په وینا د دې ولسوالۍ مشرانو همداراز خپل کسان په موسسو کې د کار لپاره معرفي او ګومارل او د موسسو مسوولینو نه شوای کولای په دې اړه څه ووایي.

په همدې حال کې د طالبانو د غړو یو ۱۲ کسیز نوملړ چې د باج اخیستو په جرم د طالبانو له لیکو ایستل شوي دي، آمو ټلویزیون ته رسېدلی چې لوړپوړي چارواکي هم پکې شامل دي. دغه نوملړ د طالبانو د لېکو د تصفیې کمېسیون له خوا جوړ شوی دی.

د دغه نوملړ له مخې، د غور د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ ملکي ولسوال شېراحمد اسیري، د استخباراتو آمر برهان الدین طهاح او امنیه قوماندان قاري عبدالرووف د باج اخیستو په جرم د طالبانو له لیکو ایستل شوي دي.

د طالبانو یو شمېر غړي همداراز پر نشه‌یي توکو د روږدي کېدو په جرم، په جمهوري نظام کې د کاري مخینې او منفور کېدو په جرم د دوی له لیکو ایستل شوي دي.

طالبانو په غور ولایت کې په داسې حال کې خپل لوړپوړي غړي د پیسو اخیستو په جرم له خپلو لیکو ایستلي چې په دې ولایت کې د نوموړړې ډلې غړو د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت ته له پامه پرته په ځینو ولسوالیو کې له هغوی پیسې اخیستې او د عُشر او زکات په نوم یې له خلکو پیسې ټولولې.  

خلک څه وايي؟

له بلې خوا، د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې یوه بله سرچینه چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې له هرې کورنۍ د عُشر او زکات په نوم ډېرې پیسې ټولې کړې دي.

سرچینه زیاتوي: «له خلکو یې د عُشر او زکات په نوم ډېرې پیسې ټولولې، د کچالو له زېرمو یې هم پیسې اخیستې چې له هرې زېرمې یې دېرش زره افغانۍ او له هغې کورنۍ یې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ ټولې کړې او د ولسوال جېب ته ورتلې.»

دا سرچینه په دوام کې وايي، که خلکو د دې ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندانۍ د مشرتابه له غوښتنې سرغړونه کړې وای، وهل ټکول، نیول او شکنجه کېدل. کله چې خلکو او د شوراګانو رییسانو د دې ولسوالۍ د مسوولانو له ناوړه استفادې د طالبانو لیکو د تصفیې کمېسیون پلاوي ته شکایت وکړ، یو شمېر طالب چارواکي منفک یا وایستل شول او ځینې هم اوس هم شته او  د ناقانونه پیسو اخیستو بهیر روان دی.