افغانستان

د طالبانو ترمنځ د قدرت جګړه؛ پر ملاهبت الله د سراج الدین حقاني سخته نیوکه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاناي چې اوسمهال د حقاني شبکې مشري پرغاړه لري، شنبې د سلواغې په ۲۲مه په هغه غونډه کې چې په خوست ولایت کې د یو شمېر دیني عالمانو او د قرآن کریم د حافظانو د فراغت له امله جوړه شوې وه، پرته له دې چې د چا نوم واخلي، طالبان یې د «واک په انحصار» تورن کړل.

په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا پر ښځو لګول شوي محدودیتونه له سختو نړیوالو نیوکو سره مخ شوي او ظاهراً طالبان د امریکا او اروپا تر فشارونو لاندې دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په دې ناسته کې د طالبانو د مشر نوم نه اخلي، خو د «واک د انحصار»، «د نظام د بدنامولو» او «د نظام د ننګولو» خبره کوي او وایي چې دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

هغه وویل: «نن دومره ځان حقداره بولو چې د ټول نظام له ننګونو سره مخ کول، انحصار او بدنامول زموږ په فکر کې په یوه اساس بدل شوي، خدای دې زموږ اعمال او نیتونه اصلاح کړي.»

هغه په دې غونډه کې د هېواد پر روان وضعیت په نیوکې سره د هېوادوالو لپاره د آسانتیاوو د برابرولو پر ارزښت ټینګار وکړ.

حقاني ددې په بیانولو سره چې طالبان له نړۍ سره «مشروع تعامل» ته چمتو دي وویل: «اوس موږ غواړو چې له نړۍ سره مشروع تعامل ولرو.»

نوموړي په دوام کې زیاته کړه: «زموږ ضمیر دا نه قبولي، موږ چې په ناستو کې نارې وهو، له نړۍ سره تعامل غواړو او یا د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتونکي یوو، موږ یوازې د خلکو لپاره دا کار کوو.»

طالب مشران له خپل امیر سره جدي اختلاف لري

د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني د څرګندونو په اړه وايي: «د طالبانو تحریک په تېره واکمنۍ کې هم اختلافات موجود وو او هغه سمتي وو چې د دې ډلې په لیکو کې وو.»

اندړ زیاته کړه، هغه اختلاف چې د طالبانو په تېر تحریک کې نه و، هغه دا وه چې دوی د یوه مېز ترشا راټول وو او د امیر اطاعت یې کاوه؛ خو اوس طالب مشران له خپل امیر سره اختلاف لري. د وزیرانو په کچه، طالبان له خپل امیر سره اختلاف لري او په ځینو ځایونو کې یې دغه اختلاف ته اشاره کړې؛ که څه هم په دې هکله یې په روښانه ډول څه نه دي ویلي.

اندړ وایي، د عباس ستانکزي په شان د طالبانو ډلې لوړپوړو چارواکو په ځلونو د نجونو د زده کړو او له نړۍ سره د تعامل په اړه، له خپل امیر سره اختلاف ښودلی دی.

ښاغلی اندړ همداراز وایي چې سراج الدین حقاني په خوست کې د وینا پرمهال دې ته اشاره کړې چې ګواکې ملاهبت الله دا نظام انحصار کړی او خپله رایه او نظر پر خلکو ټپي چې د سراج الدین حقاني په وینا دا کار د نظام د بدنامولو لامل کېږي.

اندړ زیاتوي چې دا مسایل د طالب مشرانو ترمنځ د ژورو اختلافاتو ښودنه کوي.

د طالبانو ترمنځ د قدرت جګړه پراخه شوې

له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوه نورالله راغي په خوست کې د سراج الدین حقاني وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: «د سراج الدین حقاني څرګندونې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر جګړې د زیاتېدو ښودنه کوي.»

هغه زیاته کړه: «بېلابېل راپورونه چې په دې وروستیو کې خپاره شوي، د دې ښودنه کوي چې طالب مشران په امنیتي برخو کې د سراج الدین حقاني او ملایعقوب د رول د کمولو په لټه کې دي.»

راغي ټینګار وکړ چې د ملایعقوب له حضور پرته د قول اردوګانو له قوماندانانو سره د ملاهبت الله کتنه او د سراج الدین حقاني له رول پرته د ولایتونو لپاره د فرمانونو صادرول، ټول د قدرت د همدې جګړې او د طالبانو ترمنځ د واک د کمولو لپاره هڅې دي.

سراج الدین حقاني په افغانستان کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو پر ضد د بریدونو د پلانولو او برابرولو له امله، اوس هم د امریکا د فډرال پلټنو ادارې (اف بي آی) تر تعقیب لاندې کسانو په نوملړ کې دی او د وژلو لپاره یې لس میلیون ډالر جایزه ټاکل شوې ده.