سوداګري

د حیرتان بندر له لارې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد بیا پيل شو

د طالبانو د اورګاډي ادارې جمعه د سلواغې په ۲۱مه وویل چې په سوداګریزو توکو بار ۵۰ واګونونه  د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته راورسېدل.

د طالبانو د اورګاډي ادارې ویاند ویلي چې له دې وروسته به له دغې لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد بهیر په نورمال ډول دوام ولري.

هغه زیاتوي چې ازبکستان ته د طالبانو د اورګاډي ادارې د سرپرست په سفر کې، کابل او تاشکند افغانستان ته د دې لارې د مدیریت د سپارلو په هکله هوکړې ته رسېدلي او د تړون د مسودې د چمتو کولو لپاره، دواړو لوریو یوه تخنیکي کمیټه جوړه کړې ده.

کابو دوولس ورځې مخکې دا لاره د افغانستان د سوداګریزو توکو پرمخ تړل شوې وه او طالبانو له سوداګرو وغوښتل چې د خپلې اړتیاوړ توکي د آقینې بندر له لارې افغانستان ته وارد کړي.

په اوسني وخت کې د حیرتان ـ مزارشریف رېل لارې مدیریت د ازبکستان د متخصصینو له خوا کېږي او د افغانستان د اړتیاوړ زیات شمېر توکي له همدې لارې واردېږي.

افغانستان، له ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره د اورګادي له لارې سوداګریزې اړیکې لري خو د خواف ـ هرات رېل لاره چې افغانستان له ایران سره نښلوي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته زیانمنه شوه او ډېری وسایل یې غلا کړای شول چې اوسمهال یې د بیارغونې کارونه روان دي.