نړۍ

زلنسکي: بریالی اوکراین به د اروپايي ټولنې برخه وي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، باوري دی چې له روسیې سره په جګړه کې له بري وروسته یې هېواد د اروپايي ټولنې غړی کېږي.

ښاغلي زلنسکي چې په اروپايي پارلمان کې یې خبرې کولې زیاته کړه: موږ د اروپايي ټولنې په لور نږدې کېږو، اوکراین به د اروپايي ټولنې برخه شي.

اوکراین په جون میاشت کې په رسمي توګه په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره نوماند شو. که څه هم په اروپايي ټولنه کې غړیتوب کلونه وخت اخلي.

زلنسکي وایي چې کي یف او اروپايي متحدین یې په ګډه د روسیې د «تاریخي برید» په وړاندې دفاع کوي.

هغه ټولې اروپا ته په خطاب کې وویل چې موږ (اروپا) د مډرنې نړۍ د اروپايي ضد تر ټولو لوی ځواک په وړاندې له ځانه د ساتنې او دفاع په حال کې یوو.

نوموړي زیاته کړه: موږ اوکراینیان د جګړې په ډګر کې له تاسو سره یو ځای یوو.

زلنسکي همداراز د پوځي او انساني مرستو له امله د اوکراین له متحدینو مننه وکړه.

د اوکراین ولسمشر وویل: زه له ټولو هغو کسانو چې له اوکراین څخه یې په وسایلو، وسلو، مهماتو، تېلو او زرګونه نورو توکو سره ملاتړ کړی مننه کوم. موږ له دې ملاتړ پرته د دومره پراخې جګړې په وړاندې مقاومت نه شوای کولای.