سوداګري

د غزني د سرو زرو پلورونکي: خلک له بې وزلۍ خپلې ګاڼې پلوري

د غزني ولایت سرو زرو یو شمېر پلورونکي په وروستیو میاشتو کې د ګاڼو د پلور کمښت ته په اشارې سره وايي چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، د دوی پلور کم شوی او ډېری خلک خپل سره زر پلوري.

دوی زیاتوي چې په تېر څه د پاسه یو نیم کال کې، د دوی پلور اویا سلنه کم شوی چې اصلي لامل یې د خلکو اقتصادي ستونزې او د سرو زرو لپاره د دوی بې وسي ده.

اجمل د غزني ښار یو زرګر دی. هغه چې دا کسب یې له پلاره زده کړی، د مشتريانو له نشتوالي په شکایت سره وايي: «په تېر یو نیم کال کې موږ ښه بازار نه درلود او له ډېری خلکو مو سره زره اخیستي دي. د بې وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالی د دې لامل شوی چې خلک اړ شي خپله سره زر وپلوري.»

هغه ټینګار وکړ: «په تېرو کلونو کې د ژمي په موسم کې د سرو زرو پېر او پلور بد نه و؛ خو له بده مرغه سږ کال وینو چې خلک یوازې د خپلو سرو زرو د پلورلو لپاره موږ ته راځي.»

د غزني ښار د سرو زرو یو بل پلورونکی نوید الله وايي: «د تېرو کلونو په پرتله زموږ بازار صفر شوی دی. د خلکو اقتصاد کمزوری دی او موږ د سرو زرو د ګاڼو په پېرودونکو بدل شوي یوو.»

محمد سلیم چې له کلونو راهیسې په غزني ښار کې د زرګرۍ هټۍ لري وايي، له کلونو راهیسې چې د سرو زرو په پلورلو بوخت و تراوسه یې دومره زیات د سرو زرو د ګاڼو پلورونکي یې نه دي لیدلي.

هغه وايي: «کله چې طالبان واک ته ورسېدل، خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شول، له همدې امله دوی اړ شول چې خپل سره زر او ګرانبیه توکي وپلوري ترڅو د ژوندانه ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړي.»

د غزني ښار یو اوسېدونکی حاجي محمد چې د سرو زرو د پلورلو لپاره په دې ښار کې د سرو زرو یوې هټۍ ته راغلی.

هغه وایي: «اقتصادي ستونزو اړ کړم چې د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره د خپلې مېرمنې سره زر وپلورم.»

د غزني ښار د سرو زرو پلورونکي د دې ترڅنګ چې د خپل کاروبار له خرابېدو شکایت لري وايي چې طالبانو پر دوی مالیه لوړه کړې ده.

دوی ټینګار کوي چې د جمهوریت پرمهال چې د بازار وضعیت ښه و، د نن په پرتله یې کمه مالیه ورکوله او اوس د سرو زرو د بازار د نشتوالي له امله د طالبانو له خوا د ټاکل شوې مالیې د ورکړې وس نه لري.