افغانستان

د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو پر نه جوړېدونکي پلان نیوکې

له تېر یو نیم کال راهیسې طالبانو د نجونو پر زده کړو بېلابېل بندیزونه ولګول او تر امر ثاني یې د دوی پرمخ ښوونځي، پوهنتونه او آن کاري چاپېریال بند کړ.

سره له دې چې طالبان له بندیزونو سره هممهاله د نجونو د زده کړو لپاره د یوې طرحې یادونه کړې وه، خو لا هم دا طرحه نه ده بشپړه شوې او د نجونو د زده کړو برخلیک روښانه نه دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه شنبه ننګرهار کې د رسنیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نجونو پر وړاندې به د پوهنتونونو دروازې کله پرانیستل شي یوازې یو ځل بیا د طرحې یادونه وکړه، چې پرې کار روان دی.

هغه جوته نه کړه، چې دا طرحه څه ډول او کله بشپړېږي، خو وې ویل، چې ښایي ژر د نجونو لپاره ښوونیزه طرحه برابره او د دوی زده کړې پيل شي.

نوموړي زیاته کړه: «پر یوې ټولیزې طرحې کار روان دی، پر طرحې ډېر کار شوی، په جوړېدو به یې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، دا طرحه چې بشپړه شي نو بیا به د نجونو د زده کړو پر وړاندې هېڅ خنډ نه وي.»

بل لوري ته د پوهنتونونو مسوولین او محصلین بیا پر طالبانو له دې امله نیوکه کوي، چې د یوه نیم کال په تېرېدو بیا هم دوی نه دي توانېدلي د نجونو د زده کړو لپاره طرحه برابره کړي.

دوی وايي، د طالبانو له خوا د طرحې د جوړولو ژمنه باوري نه ده او دوی غواړي له دې لارې په ښوونیز بهیر کې د نجونو هیلې وځپي.

ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون محصله هداء وایي، د نجونو د زده کړو لپاره د طرحې کار دومره ګران نه دی خو طالبانو ترې سخت بهیر جوړ کړی.

هغه وایي: «یو نیم کال کېږي چې طالبان همدا پلمه کوي چې طرحه برابروو، دا بې ځایه خبرې دي دوی که طرحه نشي جوړولی نو بل ته دې وخت ورکړي چې په یوه میاشت کې دا طرحه جوړه او عملي کړي.»

یو شمېر نور محصلین بیا د طالبانو له لوري د طرحې خبره یوه پلمه بولي او وایي دوی په دې سره د نجونو د زده کړو مخنیوی کوی.

پر محصلینو سربېره د طالبانو بندیزونو خصوصي پوهنتونونه هم له سخت اقتصادي حالت سره مخ کړي دي.

ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مشر طارق کمال وایي، د نجونو د زده کړو د ځنډ او بندیز له امله خصوصي پوهنتونونه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وایي، که د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې همداسې تړلې پاتې شي ښايي ډېری پوهنتونونه د بندیدو له ګواښ سره مخ شي.

طارق کمال وایي: «دا روښانه ده چې بندیزونو په پوهنتونونو ناوړه اغېزه کړې، د ځينو پوهنتونونو نیمايي شاګردانې نجونې وې. تمه لرو چې طالبان به دا ستونزه ژر حل کړي.»

عام خلک بیا په ټینګار سره له طالبانو غواړي چې د دوی د لوڼو پر وړاندې دې پوهنتونونه پرانیزې او په یوه او بله پلمه نور نو نجونې و نه ځوروي.

دا نیوکې داسې مهال کېږي، چې طالبانو په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې هم د ښځو نوم لیکنه وځنډوله.

له دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان هم ویلي و، چې  د ښځو پر زدکړو د طالبانو وروستی بندیز به پر دوی د تعلیم او کار محدودیتونه لا پسې سخت کړي.

دغه سازمان هغه مهال په یو لړ ټویټونو کې د طالبانو له خوا د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې د ښځو د ګډون د ځنډولو په اړه خواشیني څرګنده کړې او دا اقدام یې د ښځو د زدکړو او کار پر وړاندې د بندیزونو د لا سختېدو په مانا بللی دی.

دغه سازمان لیکلي د طالبانو وروستی فرمان هغه بندیزونه نور هم سختوي چې کابل کې د چارواکو له خوا د زدکړو او کار په برخه کې د نجونو او ښځو د لاسرسي په اړه اعلان شوي دي.