نړۍ

د پاکستان پولیس د پېښور په یوه جومات کې د بمي چاودنې د «داخلي مرستې» احتمال ارزوي

د پېښور ښار پولیسو د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د دوشنبې ورځې د بمي چادونې په اړه چې په هغې کې د پېښور په یوه جومات کې له سلو زیات کسان ووژل شول، زیات شمېر شکمن کسان یې نیولي دي.

رویټرز د پېښور پولیسو د قوماندان اعجاز خان له قوله رپوټ ورکړی چې د پولیسو افسران تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې سیمه کې دغه جومات ته د ځانمرګي بریدګر د ورتلو د څرنګوالي د څېړلو په حال کې دي.

د پېښور د پولیسو د مشر په وینا، په دې برید کې له ځانمرګي بریدګر سره له داخله د مرستې احتمال نه شي ردولاي.

د چهارشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا د روغتیا ادارې د یوې بیانيې په خپرولو تایید کړه چې ددې پېښې د قربانیانو شمېر ۱۰۱ تنو ته زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې دي چې د اوو نورو ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دا چاودنه د پېښور په سره سیمه کې (هغه سیمه چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ده او په دې سیمه کې د پولیسو او له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې موقعیت لري) شوې ده. دغه جومات ته تر ډېره د پېښور د پولیس افسران ورتلل.

کله چې چاودنه وشوه، کابو ۴۰۰ لمونځ کوونکي د لمانځه لپاره راټول شوي وو. له چاودنې وروسته ټول دېوالونه او د چت يوه برخه وغورځېده او زیات شمېر کسان تر خاورو لاندې شول.

د ډاون نیوز په وینا، لومړی د پاکستان د طالبانو تحریک ددې بمي چاودنې مسوولیت پرغاړه واخیست، خو وروسته یې د دې پېښې مسوولیت اخیستل رد کړل.

د سه شنبې په ورځ د پېښور پولیسو ددغه برید د څېړلو لپاره دوه څېړونکي ټیمونه ګمارلي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري خبریالانو ته وویل چې په دې برید کې له لسو تر ۱۲ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي او دا توکي د جومات په یوه کوچنۍ برخه کې ځای پرځای شوي وو ترڅو د امنیتي مسوولینو له خوا ونه لیدل شي.