نړۍ

بیجینګ: ناټو د چین ګواښ لوي ښيي

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن (د فبرورۍ په لومړۍ) نېټه د چین د پوځي توانمنيو په اړه د ناټو د عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ادعاوې «له اغراقه ډکې» بولي.

د ناټو عمومي منشي ستولتنبرګ له جاپان سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه دغه هېواد ته په خپل وروستي سفر کې ویلي چې چین په «مستبد ځواک» د بدلېدو په حال کې دي.

که څه هم ستولتنبرګ وویل چې چین یو دښمن نه دی، خو زیاتوي چې دا هېواد له روسیې سره نږدې پوځي همکاري لري او په داسې حال کې چې خپلې پوځي وړتیاوې پياوړې کوي، تایوان په غوڅ چلند ګواښي.

اخوا، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ په خبري ناسته کې وویل: د ناټو «د سړې جګړې ذهنیت» او په ختیځه اسیا کې له خپلو متحدینو سره د اړیکو پياوړتیا له هرکلي سره نه مخ کېږي.

مېرمن نینګ زیاتوي: «چین تل په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات دفاع کوونکی دی. ناټو باید د اروپا په امنیت کې خپل رول په جدي توګه وڅېړي.»

چین تل په آسیا کې د خپل یووالي د پراختیا لپاره د ناټو پر هڅو نیوکه کړې ده.