روغتیا

د هرات په حوزوي روغتون کې د سي ټي سکن دستګاه فعاله شوه

دا دستګاه د ورځې د شلو ناروغانو د معاینه کولو وړتیا لري چې اوس یې د ورځې تر ۲۵ ناروغان له خدماتو ګټه پورته کوي.

له دې مخکې د هرات حوزوي روغتون ناروغانو ته د سونوګرافي، لابراتواري آزموینو، د وینې بانک او دغه ډول نور خدمات وړاندې کول.

پخوا، ددغې دستګاه د نشتوالي له امله ناروغان اړ وو چې د خپلې ناروغۍ د تشخیص لپاره خصوصي روغتیایي مرکزونو ته ورشي.

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې د درملنې په موخه دغه روغتون ته ورغلي وایي چې ناروغانو او ناروغ لروونکو له دې مخکې د تشخیص دستګاه د نشتوالي له امله خصوصي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوله او اوس ددې دستګاه په فعالېدو سره، په اوسني ستونزمن اقتصادي وضعیت کې په دې برخه کې د خلکو ستونزې اوارېږي.

د هرات شپږ سوه بستریز تخصصي معالجوي روغتون، په هرات ښار کې تر ټولو پخوانی روغتون او د افغانستان په کچه لوی دولتي او ښوونیز تخصصي مرکز دی.

ددغه روغتون د رییس په وینا د ورځې تر شپږ زره ناروغان او ناروغ لروونکي دغه روغتون ته ورځي او دوی ته خدمات وړاندې کېږي.

د لوېدیځ زون ولایتونو ناروغان د درملنې لپاره دغه روغتون ته ورځي او د هرات په حوزوي روغتون کې څه د پاسه زر تنه په دندو او خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو بوخت دي. دا روغتون په هېواد او لوېدیځه حوزه کې د درملنې تر ټولو سمبال مرکز دی.

د دې روغتون مرکزي ودانۍ چې د هرات ښار په مرکز کې موقعیت لري، د سردار محمد داوود خان د حکومت پرمهال د عراق دولت له خوا، د ۲۰۰ بسترونو په ظرفیت سره جوړه شوه او په څو کلونو اصلاحاتو سره ۴۰۰، ۵۰۰ او ۶۵۰ بسترونو ته ورسېده. دغه روغتون د ۱۳۸۷ کال په نیمایي کې د روغتونونو د بیارغونې په پروژه کې شامل شو.