نړۍ

پېښور کې له مرګوني بریده یوه ورځ وروسته د امنیتي تابیاوو زیاتوالی

رویټرز پاکستان کې د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکوي، پر یوه جومات له مرګوني بریده یوه ورځ وروسته، چې له امله یې لږترلږه ۸۷ تنه مړه شول د پېښور ښار په شاوخوا کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

دغه برید د پېښور په ترټولو امن ځای کې شوی دی. په دې سیمه کې د پولیسو او له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې شتون لري.

په جومات کې د ننه نږدې ۲۶۰ تنه وو چې ځانمرګي بریدګر د ماسپښين لمانځه پرمهال ځانته چاودنه ورکړه.

یوه ځایي اوسېدونکي شبیر خان رویټرز ته وویل چې بمي چاودنې د ده «لویه اندېښنه» ده.

هغه زیاته کړه: «دا یوه لویه کمزورتیا ده چې ترهګر کولای شي یوې دولتي سیمې ته دننه شي. که دولتي ادارې امنیت ونه لري، زموږ امنیت به څنګه خوندي کېږي.»

د پاکستان جیو نیوز د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې د پاکستاني طالبانو تحریک(TTP)   په نوم د پاکستاني طالبانو ډلې ددې برید مسوولیت منلی دی.

په دې پېښه کې لږترلږه ۱۵۰ تنه ټپيان شوي دي.