افغانستان

فراه کې د ږیرې د خرېیلو په جرم د سلمانیو لپاره درې میاشتې د بند سزا

د فراه ولایت اوسېدونکي وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د هغو سلمانیو لپاره، چې د خپلو مشتریانو ږیره اصلاح کړي له درېیو شپو تر ۳ درېیو میاشتو د بند سزا ټاکلې ده.

له فراه ښار څخه سرچینې وایي چې د امربالمعروف ریاست د کارکوونکو یوه شل کسیزه ډله د نارینه‌وو پر سلمانیو د څارنې لپاره ټاکل شوې ده. هغوی کله چې کوم سلمان د چا د ږیرې د خرېیلو پر مهال وویني، لومړی یې ۳ شپې او په بل ځل یې درې میاشتې زنداني کوي.

فراه ښار کې یوه سلمان، حکیم د آمو له خبریال سره په خبرو کې وویل: «طالبانو د خلکو د ږیرې له اصلاح او خرېیلو د مخنیوي لپاره د دې ولایت د سلمانیو لپاره قانون ټاکلی دی.»

هغه چې درې کاله کېږي د فراه ښار په مرکز کې هټۍ لري، له دغه وضعیته په شکایت وایي چې د ټولو سلمانیو کار له سقوط سره مخ شوی دی او په دې کړکېچنو شرایطو کې ورته د بلې دندې زمینه هم نه ده برابره.

حکیم دوام ورکړ: «زه یوازې ځان ته نه یم اندېښمن. زه هر ډول چې وي کولای شم خپل ژوند پر مخ بیایم؛ خو داسې خلک شته چې له همدې هټۍ پرته بله د عاید هېڅ سرچینه نه لري.»

هاشم د فراه ښار یو بل سلمان دی. هغه یوه اونۍ مخکې د طالبانو د امربالمعروف کسانو له خوا ونیول شو او درې شپې یې په زندان کې تېرې کړې دي.

د نوموړي په وینا طالبانو تېره اونۍ سلګونه سلمانان د خپلو پېردونکو د ږیرې د اصلاح او خرېیلو لپاره درې شپې ورځې زندان کې بندي او شکنجه کړي دي.

هغه زیاتوي: «د طالبانو له تازه محدودیتونو سره خلک له وزګارۍ او لوږې ناوړه کارونو ته مخه کوي او د سلمانیو کار هم له پرځېدو سره مخ دی.»

هاشم په دوام کې زیاته کړه: «موږ خپل کار کوو؛ خو له موږ سره د مجرم په توګه چلند کوي. نه پوهېږم چې څه وکړم. غواړم د اوږدې مودې لپاره ویده شم؛ ځکه د دې ستونزو له زغملو نور ستړی یم.»

دا په داسې حال کې ده، چې فراه کې د طالبانو د امربالمروف او نهې عن المنکر ریاست تازه په عمومي ځایونو کې د ښځو پر تګ راتګ هم بندیز اعلان کړ.