روغتیا

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان نیمایي وګړي له سختې لوږې سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې خوارځواکي خپل لوړ حد ته رسېدلې او د هېواد نیمایي وګړي سخته لوږه زغمي.

د دغه بنسټ ویاند ویلي چې له پنځه کلنۍ کم عمره څلور میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او د ښځو د کار ځنډول د مرستې رسولو بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو او د نړیوالې ټولنې د مرستې په درېدو سره، په افغانستان کې میلیونونه وګړي له بې وزلۍ او لوږې سره مخ شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوارځواکۍ له زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند فیليپ کراف په دې اړه وایي: «د افغانستان نیمایي وګړي د یخنۍ موسم ته له پامه پرته د کال په اوږدو کې سخته لوږه زغمي او په افغانستان کې خوارځواکي لوړې کچې ته رسېدلې ده.»

د خوړو د نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې (له پنځو کلونو کم عمره) څلور میلیونه ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي.

دغه بنسټ وایي چې په موسسو او نادولتي بنسټونو کې د ښځو د فعالیت د ځنډېدو په اړه د طالبانو د فرمان له صادرېدو وروسته، دا بنسټونه د سونتوکو، ګرمو جامو او نقدو پیسو په ګډون د خوراکي او ښوونیزو مرستو په وړاندې کولو کې له له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

فیلیپ ګراف وویل: «دا مخنیوی په تر ټولو بدو شېبو کې شوی، کورنۍ نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه یې له کوم ځایه کړي.»

له بلې خوا، اسوشیتډ پرس لیکلي چې په نادولتي سازمانونو کې د ښځو د کار مخنیوی د دې لامل شوی چې د ۱۱۵ لویو روغتیايي مرکزونو او د ۴۳۷ ګرځنده روغتیايي ټیمونو فعالیت وځنډول شي او دې کار پر ۸۲ زره ماشومانو او امیندوارو او ماشوم لرونکو مېرمنو ناوړه اغېز کړی دی.

په کابل کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکز یوه روغتیاپاله ۳۲ کلنه انیسه صمدي وایي: «په تېرو پنځو میاشتو کې د ناروغانو د زیاتوالي شاهدان وو، درې میاشتې مخکې مو ۴۸ ناروغان لرل، تېره میاشت ۷۶ او په دې میاشت کې تراوسه ۶۹ تر ۷۰ ناروغان لرو، یو شمېر غبرګوني لرو چې ډېر کمزوري دي؛ په داسې حال کې چې میندې یې هم ضعیفې دي.

له بلې خوا، یو شمېر روغتونونه او کلینیکونه د درملو له کمښت سره مخ دي او سخته سړه هوا ددې لامل شوې چې په کابل کې د ناروغانو شمېر زیات شي.

په کابل کې د روغتیا برخې یوه فعاله شهبا حسین زاده وايي: «میندې وايي چې په کور کې د بچیانو د ګرم ساتلو لپاره لرګي یا بله لاره نه لري او ډېری کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره کافي خواړه نه لري.»

دا په داسې حال کې دي چې په تېرو ورځو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د ملګروملتونو سازمان دوو چارواکو کابل ته سفر وکړ.

آمنې محمد له اسلامي هېوادونو غوښتي، له طالبانو سره مرسته وکړي چې له «دیارلسمې» پېړۍ بهر شي او دیارلسمې پېړۍ ته راستانه شي. د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې افغانستان ته د سفر په پای کې وویل چې دا هېواد له وېروونکي بشري ناورین سره مخ دی او د ځمکې پرمخ تر ټولو زیانمنونکی هېواد ګڼل کېږي چې ځان یې منزوي کړی دی.