نړۍ

په ختیځ بیت المقدس کې د ډزو له امله د اوو تنو وژل کېدل

د بیت المقدس په ختیځ یوه یهودي میشت ښارګوټي کې د جمعې شپې په ډزو کې لږترلږه اوه تنه مړه او درې نور ټپیان شول.

د اسرایلو پولیسو اعلان کړی چې دا برید هغه مهال وشو چې ددې سیمې د اوسېدونکو یوه ډله د ختیځ بیت المقدس یوې کنیسې ته نږدې د مذهبي مراسمو لپاره راټول شوي وو.

د پولیسو د بیانیې له مخې، ۲۱ کلن وسله وال کس هغه مهال چې په موټر کې یې د تېښتې نیت درلود د پولیسو په ډزو سره ووژل شو او وروسته د ختیځ بیت المقدس اوسېدونکی معرفي شو.

ددغو ډزو لامل تراوسه نه دی روښانه شوی او هېڅ ډلې هم ددغه برید مسوولیت نه دی منلی.

خو د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس (حماس) ویاند وايي چې دا پېښه په لوېدیځه غاړه کې د جنین د کډوالو پر پنډغالي د اسرایلي ځواکونو د پنجشنبې ورځې د برید په غچ کې شوې چې په هغې کې نهه فلسطینیان مړه او یو شمېر نور ټپیان شول.

دا تاوتریخوالی د اسرایلو له برید وروسته زیات شوی دی. فلسطیني ځواکونو د غزې له تړانګې پر اسرایلو توغندويي برید وکړ چې د اسرایلو له هوایي برید سره مخ شول. تراوسه د ځاني تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړ شوی.