نړۍ

د ملګروملتونو د اټومي څار بنسټ: ایران د اټومي بمونو جوړولو لپاره کافي مواد لري

Photo: Reuters

د ملګروملتونو سازمان د اټومي څار بنسټ خبرداری ورکړی چې ایران د څو اټومي بمونو جوړولو لپاره کافي مواد په واک کې لري.

هغه په دوام کې ویلي چې نیت لري په راتلونکې میاشت کې د اټومي فعالیتونو په هکله له تهران سره د همکارۍ په اړه د «ډېرو اړینو» خبرو د پيلولو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان عمومي مدیر رافایل ګروسي د اروپايي پارلمان په استازیتوب ویلي: «ښايي په فبرورۍ میاشت کې تهران ته ورشم، ښایي له ایران سره د بیا «همکارۍ» او سیاسي خبرواترو د اړتیا په خاطر.»  

دا په داسې حال کې دي چې د هغې هوکړې د بېرته راژندۍ کولو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ غیرمستقیمې خبرې اترې چې د اروپايي ټولنې په منځګړیتوب ترسره شوې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د اصلي اختلافاتو له هغې جملې د «نه اعلان شویو اټومي سایټونو» په هکله د ملګروملتونو سازمان د اټومي څارونکو د پلټنو په اړه د اختلاف له امله ودرول شوې چې ایران تل هغه «سیاسي حرکت» بللی دی.

د ۲۰۱۵ کال د ګډ اقدام جامع پروګرام «برجام» په نوم اټومي هوکړې پراساس ایران یوازې تر ۳،۶۷ سلنې د یورانیمو د بډایه کولو حق لري. خو دغه هېواد د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له برجام څخه د امریکا له وتلو وروسته تهران کرار کرار د بډایه کولو له دې کچې تېر شوی دی.

ګروسي په برجام هوکړه کې «لوی بندون» ته په اشارې سره ویلي چې له دې موافقې د ایران شاتک ـ له هغې جملې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د ۲۷ دوربینونو بندول چې پر اعلان شویو اټومي سایټونو کې څارنه کوله ـ په دې مانا دي چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس نور نه شي کولای په اغېزمنه توګه د تهران پر اټومي پروګرام څارنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې: «لږ ترلږه یو کال کېږي چې دا امکان مو له لاسه ورکړی دی.»

ګروسي هیله مندي څرګنده کړې چې په خپل پلان شوي سفر کې د اټومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره د ایران د همکارۍ د بیا رامنځته کولو لپاره تر یوه بریده پرمختګ وکړي.

ګروسي همداراز د ایران د وروستیو اټومي فعالیتونو له هغې جملې د یورانیمو د بډایه کولو او د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ کچې په لور د برجام له جبري محدودیتونو په بري سره تېرېدو په اړه ویلي: «دا لاره قطعاً سیمه لار نه ده.»  

هغه ویلي: «د ایران د بډایه شویو یورانیمو مخ پر ودې زېرمې د اندېښنې وړ دي. همداراز د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ته د تهران توضیح نه ورکول چې څه ډول راډیو اکټیو آثار په هغو ځایونو کې چې د اټومي سایټ په توګه نه دي اعلان شوي موندل شوي، د اندېښنې وړ دي.»

ګروسي زیاته کړه: «دوی د څو اټومي وسلو لپاره کافي اټومي مواد راټول کړي دي. په اوسني وخت کې یو مورد نه دی.» هغه همداراز څرګنده کړې چې د بډایه شویو یورانیمو لويې زېرمې «په دې مانا نه دي چې دوی اټومي وسلې لري.»

له بله پلوه، د عراق دولت هم د سه شنبې په ورځ د  ایران د اټومي هوکړې د راژوندۍ کولو په موخه د مذاکراتو د بندون په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین په بغداد کې په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي له مرستیال رزماري دي کارلو او د ملګروملتونو سازمان له استازي جنین هنیس پلاسچارت سره کتلي دي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د عراق دولت د «ایران د اټومي هوکړې ځنډېدو» په اړه اندېښنه لري.