افغانستان

په تکزاس کې محکمې د افغانستان د مخکینۍ اردو د یوه پوځي د آزادولو حکم صادر کړ

د افغانستان د اردو یو مخکینی پوځي چې د پناه اخیستو په تمه د مکسیکو له پولې په ناقانونه توګه امریکا ته تللی و، له څه مودې بند وروسته خوشی شو.

د عبدالواسع مدافع وکیل د چهارشنبې په ورځ اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ددې خبر په تاییدولو سره ویلي چې د افغانستان د اردو دا پوځي چې واک ته د طالبانو له راستنېدو او ددې ډلې له غچ اخیستونکو کړنو له وېرې له افغانستانه تښتېدلی و او له خطره ډکو لارو په تېرېدو سره امریکا ته رسېدلی و د دې هېواد په تکزاس کې له یوه ایالتي زندانه خوشی شو.

د عبدالواسع صافي د خوشي کولو حکم د امریکا د فډرال څارنوالانو په غوښتنه صادر شو.

عبدالواسع صافي د افغانستان د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو د استخباراتو افسر و او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، له امریکایي ځواکونو سره د همکارۍ له امله د طالبانو د غچ اخیستو له وېرې له افغانستانه وتښتېده.

صافي د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې له برازیل څخه له خطره ډکه لاره غوره کړې او د مکسیکو او متحده ایالاتو ترمنځ پولې څخه په قاچاقي توګه تېر شو ترڅو د تګزاس په هوستون کې له خپل ورور سره یو ځای شي، خو د مکسیکو او امریکا په پوله کې د تکزاس په ایګل پاس کې ونیول شو.

د امریکا فډرال څارنوالانو د پناه غوښتونکو د حقونو بنسټونو او د کانګرس د ډیموکراتو غړو په بې شمېره فشارونو سره په تګزاس کې یوې ایالتي محکمې ته د هغه د آزادولو غوښتنه ولېږله او بالاخره چهارشنبې د جنورۍ په ۲۵مه ومنل شوه.

د عبدالواسع صافي یوه مدافع وکیل اسوشیتډ پرس ته ویلي چې د امریکا فډرال پولیس (FBI) له هغه پلټنې کړې او اوس د عبدالواسع د بندي ساتلو لپاره هېڅ علت نشته.

د عبدالواسع مدافع وکیل جنیفر سروانتس ویلي: «په یقین سره چې نوموړي د امریکا لپاره ډېر خدمات ترسره کړي او د امریکا لپاره هېڅ خطر نه ګڼل کېږي.»

د امریکا په کانګرس کې د تګزاس ایالت استازې شیلاجکسن لي ویلي: «دا له شرمه ډکه خبره ده چې موږ له خپلو مخکینیو همکارانو سره دا ډول چلند کوو.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت په دې اړه د نظر څرګندولو لپاره زموږ اړیکو ته ځواب رانه کړ.

د واسع صافي ورور سمیع صافي چې هغه هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو همکار و او اوس د امریکا په تګزاس کې اوسېږي، که څه هم د خپل ورور په خوشي کولو خوښ دی؛ خو د افغانستان په جګړه کې له امریکا سره د نوموړي او د هغه د کورنۍ له مرستو سره سره له خپل ورور سره د امریکا له چلنده ناخوښ دی.

د واسع صافي غاښونه له برازیل څخه امریکا ته د سفر پرمهال، د وهلو ټکولو له امله زیانمن شوي او ښی غوږ یې د اورېدو له ستونزې سره مخ شوی دی.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو رسمي بهیر د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې میاشتې په لومړۍ ورځ پیل او د همدې کال د اګست په ۳۱مه بشپړ شو.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، کابو ۷۶ زره افغانان چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې له امریکایي ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې وه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، په پوځي الوتکو کې امریکا ته ولاړل.

امریکا او په ناټو کې یې متحدینو طالبانو ته خبرداری ورکړی و که د وتلو پرمهال پرې برید وشي، «پرېکنده» غبرګون به وښيي.

ظاهراً طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال پر دغو ځواکونو هېڅ برید ونه کړ؛ خو د مخکیني حکومت د ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې ورځ په ورځ زیاتېدې تر دې چې د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د حکومت ټول لوړپوړي چارواکي له افغانستانه وتښتېدل او طالبان له کومې نښتې پرته کابل ته داخل شول او تراوسه پر افغانستان واکمن دي.