فرهنګ او هنر

موسی شاهین د دوهم ځل لپاره د طالبانو له خوا ونیول شو

محلي سندرغاړی موسی شاهین نن سهار د طالبانو له خوا ونیول شو. د موسی شاهین کورنۍ د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې وسله وال طالبان د سهار په اتو بجو د کابل په خیرخانه سیمه کې د موسی شاهین کور ته ورغلل او هغه یې ونیوه.

د موسی شاهین مشر ورور عبدالوهاب عاصم وایي چې د طالبانو ډلې غړي په ناوړه بڼه د دوی کور ته ورغلل او د کور له پلټنې وروسته یې ورور موسی شاهین له ځان سره بیولی دی.

هغه زیاته کړه: «ورور مې له هېڅ ګوند او لوري سره اړیکه نه لرله، هغه د طالبانو له واکمنېدو وروسته عادي ژوند درلود او په شخصي کار بوخت و.»

عبدالوهاب عاصم همداراز وایي چې ورور یې موسی شاهین واده کړی او دوه ماشومان لري، موږ ټول یې د وضعیت په اړه اندېښمن یوو.

د موسی شاهین ورور زیاتوي چې شاهین تېر کال هم د هرات ـ کابل پر لاره د طالبانو له خوا ونیول شو او له څو ورځې بند وروسته خوشی شو.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دوی یو ځل بیا سندرې ویل منع اعلان کړل. یو شمېر سندرغاړي له هېواده ووتل او هغه چې پاتې دي په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.