افغانستان

د ملا هبت‌الله ځانګړی استازی څوک دی؟

واک ته د طالبانو له رسېدو څلور میاشتې وروسته د دې ډلې مشر ملاهبت‌الله آخندزاده د ۲۰۲۱ کال د ډیسمبر په ۲۹ په کندهار کې د ديني عالمانو يوه ۲۴ کسيزه شورا جوړه کړه.

د طالبانو د مشر د یو حکم په ترڅ کې شیخ حبيب‌الله حقاني د کندهار د دیني عالمانو د شورا د مشر او د هبت‌الله آخندزاده د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو

له هغه وروسته شیخ حبیب‌الله حقاني، ملا هبت‌لله آخندزاده ته ترټولو نیږدې کس په توګه پیژندل کیږي

شیخ حبيب‌الله حقاني د طالبانو د اوسني مشر ملاهبت الله آخندزاده له ځانګړي ملاتړ او اعتماد برخمن دی آن تر دې چې حبیب‌الله حقاني په ډیرو ځانګړو او برخلیک ټاکوونکو ناستو کې د هبت‌الله آخندزاده په استازيتوب ګډون او وینا کوي.

مولوي حبيب‌الله حقاني څوک دی؟

مولوي حبیب‌الله حقاني په ۱۳۳۵ هجري قمري کال کې د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ په «نلغام» سیمه کې زېږېدلی دی. نوموړي لومړنۍ زده‌کړې له خپل پلار او د پنجوايي په ولسوالۍ کې له نورو ديني عالمانو سره کړي دي.

حبیب‌الله حقاني د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د «حقانیه په دارالعلوم» کې دیني تعلیم کړی دی.

د طالبانو مشر ملاهبت الله‌ آخندزاده ته نژدې درې سرچینو آمو ته وویل چې ملاهبت‌الله آخندزاده هم د حبیب‌الله حقاني شاګرد تېر شوی دی.

شیخ حبيب‌الله‌حقاني ځکه د طالبانو اوسنيو او پخوانیو چارواکو ته مهم دی، چې نوموړي د دې ډلې په تاسیس کې مهم رول درلوده.

حبيب‌الله حقاني د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې په لومړۍ ورځ کابل کې د طالبانو له خوا جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال د افغانستان له ټولو اوسیدونکو غوښتنه کړې وه چې «له هیڅ قید او شرط او بې له هیڅ ښه او بد»، له هبت‌الله آخندزاده ملاتړ وکړي. حبیب‌الله حقاني هغه مهال د طالبانو د علماو شورا د غونډې مشري په غاړه درلوده.

د حبيب‌الله حقاني ترڅنګ د کندهار د عالمانو شورا غړي هم ملا هبت‌الله ته له نږدې کسانو څخه دي، چې د سرچينو په وینا اوونۍ کې يو يا هم دوه ځله کندهار کې د ولایتی شورا په مخکینۍ ودانۍ کې ورسره ګوري.

ځینې سرچینې بیا وایي چې دغه شورا کې د کندهار د چارو سربیره په نورو موضوعاتو هم خبرې کیږي.

سرچينې وایي دا مهال د طالبانو ډېری چارې، پريکړې او لارښونې له کندهار ولایت څخه ترسره کیږي.

کندهار کې د طالبانو د علماوو شورا نوملر

شیخ حبیب‌الله حقاني ته نیږدې سرچینې وایي چې د هغه په باور د انجونو او ښځو تعلیم، زده‌کړې او کار «د شریعت خلاف دی».

د هبت‌الله آخندزاده په دفتر کې درې سرچینو آمو ته ویلي چې په هغو غونډو کې چې د انجونو د زده‌کړو او په اینجوګانو کې د ښځو د کارکولو په اړه شوې وې، مولوي حبیب‌الله حقاني یو له هغو کسانو څخه وه چې د دې اقداماتو په تړاو یې غوټ دریځ درلوده او ټینګار یې کاوه چې ښوونځي او پوهنتونونه دې د انجونو په مخ وتړل شي او ښځینه کارکوونکې دې په انجوګانو کې له کار کولو منعه کړای شي.

د څلورو سرچینو له قوله په طالبانو کې د هبت‌الله آخندزاده ځانګړی استازی حبیب‌الله حقاني، د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب، قاضي القضات شیخ عبدالحکیم، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، د امربالمعروف وزیر خالد حنفي او رئیس الوزرا ملا حسن اخند د ملا هبت‌الله نیږدې کسان دي. د سرچینو په ویناء همدا کړۍ د حدودو د تطبیق سرسخته غوښتونکي هم دي.

طالبانو سره د حبيب‌الله حقاني مخکینی تړاو

دوه باوري سرچینو آمو ته وویل چې ښاغلی حقاني د طالبانو د مخکنيو مشرانو ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور له مهمو کسانو څخه و.

سرچینې وایي چې ښاغلی حقاني د ملامحمد عمر له نیږدې ملګرو وه او د طالبانو په جوړولو کې یې مهم رول درلود.

حبيب‌الله حقاني د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د سلاکارۍ ترڅنګ په دغه ولایت کې د «جامع عمر»په نوم د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر له لوري د یوه جوړ شوي جومات امامت هم کوي.

حبيب‌الله حقاني په کابل کې د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتي په درېیمه نېټه د طالبانو له لوري د عالمانو د درې ورځینۍ غونډې مشري هم پرغاړه لرله.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې دوه ویشت داسې فرمانونه او تګلارې اعلان کړي چې عام افغانان یې له ابتدائي حقونو څخه بې برخې کړي دي. پدغو فرمانونو کې پنځه یې لکه د انجونو د ثانوي زده کړو منعه کول، پوهنتونونو ته د انجونو په ورتګ بندیز او د حدودو او قصاص عملي کیدل او دې ته ورته نورې پریکړې او فرمانونه دي چې په مطلق ډول پکې بشري حقونه نقض شوي او د عامو خلکو په ژوند په تیره بیا په ښځو یې سخت محدودیتونه وضعه کړي دي.

ملا هبت‌الله ته نیږدې ددغو درېیو سرچینو په قول همدا فرمانونه هغه ته د نیږدې کړۍ د تائید وړ وو او تر شاه یې ولاړ وو.

طالبانو تل په ټولنه کې د ښځو له ونډې سره مخالفت ښودلی دی. دوی په خپلې لومړنۍ دوره کې هم انجونې له ښوونځي او پوهنتونونو ګرځولې وې. په همدې حال کې داسې بریښي چې ملا هبت‌الله ته نیږدې کړۍ د ښځو له عام شتون سره په شدید مخالفت کې دي او انجونې زده کړو ته نه پریږدي.

د انجونو پر زده کړو، د ښځو په کار کولو بندیز، حدود او قصاص او دې ته ورته نورې مهمې پریکړې او تصامیم په کندهار کې چې د طالبانو د حاکمیت د تصمیم مرکز دی د ملا هیبت‌الله او د هغه نیږدې کړۍ لخوا نیول کیږي.