نړۍ

د ۲۲۰ میلیونه پاکستانيانو برېښنا پرې شوه

د پاکستان ۲۲۰ میلیونه وګړي په دغه هېواد کې د ملي برېښنا شبکې له پراخ پرې کېدو وروسته د دوشنبې ورځې له لومړنیو ساعتونو په تیاره کې پاتې شوي دي.

دویچه وله په دې اړه لیکلي، چې د پاکستان د ملي برېښنا شبکه دوشنبه سهار له یوې لویې تخنیکي ستونزې سره مخ شوې چې همدا موضوع په ټول پاکستان کې د برېښنا د پرې کېدو لامل شوې ده.

په تېرو درېیو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې پاکستان د برېښنا له پراخې پرچاوۍ سره مخ کېږي.

که څه هم پاکستاني چارواکي وايي، چې برېښنا به په ځایي وخت د شپې تر لسو بجو پورې بېرته ونښلول شي، خو د برېښنا پرې کېدو پر صعنت، راکړو ورکړو، ښوونځیو او روغتونونو ډېره اغېزه کړې ده.

د پاکستان د برېښنا وزیر خرم دستیګر خان وایي، چې دغه ستونزه د شبکې په سویلي برخه کې د ولټاژ د نه کنټرول وړ زیاتوالي له امله ده چې پر ټولې شبکې یې اغېزه کړې ده.

برېښنا دوشنبه سهار ۷:۳۴ بجې پرې شوې او ساعتونه کېږي چې دوام لري. د برېښنا دغې ستونزې د پاکستان په لویو صنعتي ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې برېښنا په بشپړ ډول پرې کړې ده.

د پاکستان اېنټرنشنل نیوز وایي چې د ټول هېواد برېښنا د ځایي وخت د شپې پر لسو بجو بېرته نښلول کېږي.

د راپورونو له مخې دا په تېرو څلورو میاشتو کې دویم ځل دی چې پاکستان د برېښنا له لویې ستونزې سره مخ کېږي.

د پاکستان د برېښنا شبکه تل له ګڼو ستونزو سره مخ وي.