روغتیا

افغانستان کې ۵.۵ میلیونه ماشومان د ګوزڼ واکسین ترلاسه کوي

انځور: د عامې روغتیا وزارت

د راپورونو له مخې افغانستان کې د ګوزڼ (د ماشومانو د فلج) واکسین د فرعي کمپاین نوې دوره نن د دوشنبې پر ورځ پیلېږي.

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق د مطبوعاتو برخې مسوول رسنیو ته ویلي: «دغه کمپاین به د افغانستان په څلورو حوزو سویل لوېدیځ کندهار، سویل ختیځ پکتیا او پکتیکا کې پلی شي.»

ویل کېږي چې ټاکل شوې د کمپاین په دې دوره کې افغانستان کې تر ۵.۵ میلیونه زیات ماشومان د ګوزڼ واکسین ترلاسه کړي.

ټاکلې د ګوزڼ واکسین دغه فرعي کمپاین په فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان او د کابل او هرات ولایتونو په ځینو برخو کې تطبیق شي.

هرات کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق لپاره د ۱۰۸ مرکزونو فعالیت

له بل لوري د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې مسوولین وایي: «په دې برخه کې هم د ګوزڼ واکسین فرعي کمپاین دوشنبه د سلواغې میاشتې پر درېیمه نېټه پیلېږي.»

په لوېدیځه حوزه کې د واکسیناسیون پروګرام مسوول ډاکتر عبدالوحید رحماني په دې اړه وایي: «د ګوزڼ واکسین فرعي کمپاین څلور ورځې نیسي او په هرات ښار، شینډنډ ولسوالۍ او د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ په ځینو برخو کې پلی کېږي چې تر ډېره کډوال پکې مېشت دي.»

هغه زیاتوي، چې د کمپاین په دې پړاو کې به ۲۷۷ زره تر پنځه کلنۍ ټیټ ماشومان د ګوزڼ واکسین ترلاسه کړي.

د رحماني په وینا؛ دا کمپاین په هغو سیمو کې په لار اچول شوی چې د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو خطر پکې زیات دی او مخکې یې واکسینو ته لاسرسی نه درلود.

اوسمهال په هرات ولایت کې د ګوزڼ واکسین ۱۰۸ مرکزونه فعال دي او هره ورځ واکسین تطبیقوي.

خلک دې همکاري وکړي

اخوا ډاکتران په دې باور دي چې ګوزڼ یوه خطرناک او ډېره ژر خپرېدونکې ناروغي ده.

یو ډاکتر، احمد سهراب وایي: «ګوزڼ یوه وژونکې، ګواښوونکې، ساري او فلجوونکې ناروغي ده چې تر ډېره له پنځه کلنۍ ټیټ ماشومان پرې اخته کېږي.»

هغه ټینګار کړی، چې د ګوزڼ د بشپړ له منځه وړلو لپاره خلک باید له ګرځنده ډلو سره همکاري ولري او خپل ماشومان واکسین کړي.

دغه ډاکتر خبرداری ورکوي، چې د ګوزڼ واکسین د نه ترلاسه کېدو په صورت کې به ګڼ شمېر ماشومان پر دې ناروغۍ اخته شي چې نه جبرانېدونکې ده.

په دې لړ کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني د ګوزڼ واکسین پروګرام له کورنیو کارکوونکو او بهرنیو ملاتړو څخه په هرکلي وایي: «ټول اړ دی چې د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره د واکسین برخې له کارکوونکو سره همکاري ولري.»

حقاني زیاتوي، چې سرپرست حکومت ژمن دی ترڅو په هرات او ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین لا ښه او زیات تطبیق لپاره ټولې د اړتیا وړ اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې د فراه ولایت د واکسین پروګرام مسوول ډاکتر نجم‌الدین وایي: «ټاکل شوې تر پنځه کلنۍ ټیټ کابو ۲۰۰ زره ماشومان په فراه ښار او د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین ترلاسه کړي.»

د نیمروز د عامې روغتیا رییس عبدالرحمن عبدالله هم وایي: «ټاکلې د واکسین په دې پړاو کې تر پنځه کلنۍ ټیټ ۱۰۰ زره ماشومانو ته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې واکسین ورکړل شي.»

افغانستان کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین دا پړاو په داسې حال کې پیلېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې د ګوزڼ (د ماشومانو د فلج) دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د راپورونو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې د پولیو ویروس ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او هغه هم له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې وې.