روغتیا

پنځو ولایتونو کې د خوارځواکۍ له امله تر ۸۰ زیاتې میندې او ماشومان مړه شوي دي

خوارځواکۍ په افغانستان کې له ماشومانو او میندو قرباني اخیستې ده. په زابل، غور، غزني، بادغیس او کندهار ولایتونو کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې تر ۸۰ زیاتو ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ په پایله کې ساه ورکړې او زرګونه تنه نور هم پرې اخته شوي دي.

غور کې ۴۲ ماشومانو او ۱۰ میندو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غور په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، چې په ۲۰۲۲ کال کې یوازې د دغه ولایت په مرکزي روغتون کې پر سختې خوارځواکۍ اخته ۱۰ میندې او ۴۲ ماشومان مړه شوي او تر ۲۰ زرو زیات ماشومان او میندې پر خوارځواکۍ اخته دي.

افغانستان کې یو شمېر ډاکتران په هېواد کې د خوارځواکۍ د پېښو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.

په همدې حال کې د غور له روغتونه سرچینې وویل: «له بده‌مرغه په ولایتي روغتون کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. خو یوازې په تېر زېږدیز کال کې مو د ۴۲ ماشومانو او ۱۰ میندو د مړینې پېښې لرلې، د روان کال په لومړیو اونیو کې هم له ۲۰۰ تر ۳۰۰ تنه راغلي چې زیات شمېر یې تر درملنې لاندې دي. په دغه ولایت کې د خوارځواکۍ د ناروغانو زیاتوالی موږ ته د اندېښنې وړ دی.»

هغه په دوام کې زیاته کړه، چې ولایتي روغتون او همداراز د دې ولایت د ولسوالیو روغتیایي مرکزونه د امکاناتو او د خوارځواکۍ په برخه کې د متخصصو ډاکترانو له کموالي سره مخ دي او تر ۶۰ سلنه زیات ماشومان او میندې د له اړتیا وړ خدماتو بې برخې دي.

یو شمېر کورنۍ چې له لیرو پرتو سیمو د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره د غور ولایتي روغتون ته راغلې دي، وایي چې په سیمو کې یې ډاکتران او روغتیایي امکانات نشته او هغوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

پر خوارځواکۍ د یوه اخته ماشوم مور ۳۲ کلنه جمیله وایي: «زموږ په کلي کې نه ښه ډاکتر شته او نه هم درمل، له ناچارۍ خپل ماشومان په ډېرو ستونزو روغتون ته رارسوو. تازه څو ورځې کېږي چې د ماشوم وضعیت مې ښه شوی او ډاکتران پاملرنه کوي.»

د روغتیایي امکاناتو او د خوارځواکۍ برخې د متخصص نشتون د هېواد په ډېری ولایتي روغتیایي مرکزونو کې د دې لامل ګرځېدلی چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شي او ځینې یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

زابل کې ۱۴ ماشومان مړه شول

اخوا د زابل په ولایتي روغتون کې هم سرچینې په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ناروغانو له زیاتوالی اندېښنه څرګندوي او وایي، چې په تېر یوه کال کې تر زرو زیات ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له دې منځه ۱۴ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړه: «تېر کال ۱۳۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له بده‌مرغه ۱۴ ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله په روغتون کې مړه شول او د اخته ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی او هره ورځ له ۵ تر ۹ تنه د (زابل) روغتون د خوارځواکۍ برخې ته مراجعه کوي.»

خوارځواکۍ په بادغیس کې د ۱۲ ماشومانو ژوند واخیست

له بل لوري په بادغیس ولایت کې هم سرچینې وایي چې په تېر کال کې په دغه ولایت کې ۱۲ ماشومان مړه او نږدې ۲۰ زره نور هم پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

یوه سرچینه چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «یوازینۍ شمېرې چې موږ یې لرو نږدې ۲۰ زره اخته ماشومان وو او سږ کال هم په تېرو څو اونیو کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږي. له بده‌مرغه تېر کال ۱۲ تنه په روغتون کې مړه شول او ډېری ماشومان هم بېرته روغ او رخصت شوي دي.»

غزني او کندهار کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو ۱۸ سلنه زیاتوالی

کندهار او غزني ولایتونو کې هم سرچینې وایي چې تېر کال په دغو دوو ولایتونو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر له ۱۰ تر ۱۸ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغو دوو ولایتونو کې هېڅ ماشوم او مور د خوارځواکۍ له امله ژوند له لاسه نه دی ورکړی خو د دوی په وینا، د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ ماشومان روغتون ته مراجعه کوي.

د دغو پنځو ولایتونو په روغتونونو کې سرچینې د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ لامل بېوزلي، د روغتیایي امکاناتو نشتون او د ډاکترانو کموالی بولی او وایي، چې که دې وضعیت ته پام ونه‌شي وضعیت به کړکېچن شي.

له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف څو ځله په افغانستان کې د میلیونونه ماشومانو له بېوزلۍ او د خوړو له ناامنۍ اندېښنه څرګنده کړې ده. اوچا یا د ملګروملتونو سازمان د مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي پوره خوړو ته لاسرسی نه لري.