ورزش

د غزني سپورتي لوبغاړي په منفي شل درجې یخنۍ کې خپلې وړتیاوې ښيي

د غزني ولایت د بدن د ښکلا او کېک بوکس څانګو ۲۹ ځوانو لوبغاړو د دې ولایت د اندړو ولسوالۍ د سردې بند په منفي شل درجې سړه هوا کې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي.

د غزني ولایت د المپيک کمیټې رییس حاجي بلال مجاهد وایي چې له دوو سپورتي څانګو (د بدن ښکلا او کیک بوکس) لوبغاړو د غزني ولایت په سردې بند سیمه کې د ژمي په دې ساړه موسم کې خپل ځواک وښوده ترڅو نړۍ ته وښيي چې په افغانستان کې د سپورت په برخه کې هېڅ خنډ نشته.

هغه زیاته کړه: «د بدن د ښکلا او کیک بوکس برخو لوبغاړو د ژمي په مناسبت د سردې بند په سیمه کې خپل بدني هنر نندارې ته وړاندې کړ.»

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، دغې ډلې د ښځینه وو سپورتي کلپونه وتړل.

ددغه سپورتي پروګرام ترسره کوونکي د دې نندارې د اجرا کولو موخه نړیوالو ته د افغان ځوانانو د ځواک او بدني وړتیاوو ښودل او سپورت ته د ځوانانو هڅول او د نشه يي توکو له کارولو ډډه کول بولي.

په غزني ولایت کې د بدن د ښکلا څانګې یو لوبغاړی منصور غزنوي چې په دې پروګرام کې یې وړتیا ښودلې وايي: «ددغو حرکاتو له ترسره کولو زموږ موخه دا ده چې خلکو او نړیوالو ته وښيي، د غزني او افغانستان ځوانان ډېری پياوړي دي. موږ ځوانان د ورزش ترسره کولو ته هڅوو.» په دغه پروګرام کې ګډون کوونکي د طالبانو له ادارې غواړي چې د ننه په هېواد او بهر کې ورته د سپورتي سیالیو د ترسره کېدو زمینه برابره کړي ترڅو دوی وکولای شي خپلې وړتیاوې نړیوالو ته وښيي.