افغانستان

په غزني کې د «موي مبارک» زیارت

په غزني ولایت کې د موي مبارک زیات چې د دې ولایت سیند ته نږدې موقعیت لري، د دغه ښار له لرغونو زیاتونو څخه ګڼل کېږي.

ددغه زیارت نوې ودانۍ په ۲۰۱۶ کال کې په اته ضلعي توګه د اتو مترونو په لوړوالي جوړه شوې چې په جوړولو کې یې له مرمر ډبرو او کاشاګانو چې د هرات په جامع جومات کې کارول شوي کار اخیستل شوی دی.

دا چې ولې دا ودانۍ د موي مبارک په نوم شهرت لري، ویل کېږي چې په دې زیارت کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د وېښته تار په یوه ښيښه يي خونه کې ساتل کېږي.

د غزني ولایت اوسېدونکی فرهاد چې له کلونو راهیسې دغه زیارت ته څېرمه ژوند کوي، وايي چې د حضرت محمد (ص) د وېښتانو تار د احمد شاه ابدالي د واکمنۍ پرمهال د دوی د نیکونو له خوا له بدخشانه غزني ته راوړل شوی چې په هغه وخت کې یې د زاړه ښار د دوی په کور کې ساتل کېده او وروسته په غزني ښار کې ورته ځانګړی ځای په پام کې ونیول شو.

نوموړي زیاته کړه، له هغې وروسته دا سیمه د موي مبارک په نوم یاده شوه چې په دې ځای کې د پيغمبر (ص) د ويښتانو تار د ښيښې په یوه صندوق کې له کلونو راهیسې ساتل کېږي.  

فرهاد وايي چې د ورځې لسګونه کسان د هېواد له نورو ولایتونو د زیارت لپاره دې ځاي ته راځي او د خپلو ستونزو د اوارې لپاره دعاګانې او د خپلو ناروغیو لپاره د شفا غوښتنه کوي.

غزني له هغو ولایتونو څخه دی چې زیات شمېر تاریخي او لرغوني آثار پکې دي؛ داسې آثار چې زموږ په تاریخ او کلتور کې ریښې لري او ددې ولایت د لرغونتوب ښودنه کوي.