نړۍ

په نیپال کې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۴۰ تنه مړه شول

په نیپال کې د مسافروړونکې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې لږترلږه ۴۰ تنه مړه شول.

د نیپال چارواکو ویلي چې دا پېښه نن یکشنبې د دې هېواد مرکز ته نږدې پوخارا ښار کې شوې او د قربانیانو شمېر په زیاتېدو دی.

رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی چې سلګونه مرستندویه ځواکونه د نیپال د «یتي ایرلاینز» شرکت الوتکې د غورځېدو سیمه د غره په لمن کې د پلټنې په حال کې دي.

دغې الوتکې د دې هېواد له پلازمیني کتمندو څخه الوتنه کړې وه.

رسنیو د «یتي لاینز» شرکت د ویاند سودارشان بارتاولا له قوله ویلي چې په دې ۷۲ آر ټي ډوله مسافر وړونکې الوتکه کې د کارکوونکو په ګډون ۷۲ تنه سپاره وو.

ددغه هېواد چارواکو ویلي چې په الوتکه کې سپاره ۵۳ مسافر او څلور خدماتي کارکوونکي د نیپال اوسېدونکو وو.

دوی زیاتوي چې په الوته  کې ۱۵ بهرني وګړي ـ ۵ هندیان، څلور روسان او دوه کوریایان او نور د استرالیا، ارجنټاین، فرانسې او ایرلند اوسېدونکي وو.

سي ان ای رپوټ ورکړی چې پولیس او ځایي اداره د پلټنې عملیاتو په حال کې دي او هیله من دي چې یو شمېر کسان وژغورل شي.

د نیپال کورنیو رسنیو رپوټ ورکړی چې دا له کتمنډو څخه د پلازمیني په لوېدیځ ۱۲۹ کیلومترۍ کې پوخارا په لور روانه  وه.

د نیپال لومړي وزیر پوشپاکمال داهال ویلي چې پر دې «خواشینونکې او غمجنه پېښه» سخت اندېښمن دی.

ښاغلي داهال په یوه ټویټ کې لیکلي: «زه له امنیتي ځواکونو، د نیپال دولت له ټولو بنسټونو او خلکو غواړم چې اغېزمن د ژغورنې عملیات ترسره کړي.»

نیپال د آسیا په سویل کې پروت هېواد دی چې د هیمالیا په ګډون د نړۍ لوړ غرونه پکې دي. په دې هېواد کې د هوايي پېښو کچه لوړه ده او هوا یې په ناڅاپي توګه بدلېږي او هوايي ډګرونه هم په غرنیو سیمو کې دي.