افغانستان

د کابل اوسېدونکي: طالبان هټیوال په جبري توګه جومات ته بیایي

کابل کې په جوماتونو کې د لمانځه لپاره د طالبانو د امربالمعروف ادارې نوي فرمان د کابل د اوسېدونکو غبرګونونه راپارولي دي. هغوی وایي چې خلک مسلمانان دي او د دین او لمانځه په اړه په هر څه پوهېږي.

کابل ښار کې یو هټیوال عبدالرووف وایي: «سمه ده چې لمونځ یوه الهي فریضه ده؛ خو نه کېږي په جبري توګه خلک ورته اړ باسو. د امربالمعروف ریاست کارکوونکي هره ورځ د لمانځه پر ادا کولو ټینګار کوي، ان په ځینو مواردو کې موږ لیدلي چې خلک وهل ټکول شوي دي.»

هغه په دوام کې وویل چې د جمعې پر ورځو د طالبانو امربالمعروف مامورین راځي او له هټیوالو سره ناوړه چلند کوي چې ولي لمانځه ته نه یئ تللي؟ هټۍ ولې پرانیستې ده او لمونځ تر هټیوالۍ اړین دی. ان ځینې هټیوال ټکوي. د نورو هټیوالو د جمعې پر ورځو پلورنځي تړلي وي.

طارق غني وایي: «زه هټۍ لرم او د خپلې کورنۍ یوازینی اړتیا برابروونکی یم، اړ یم چې لمونځ په هټۍ کې وکړم او خپل کاروبار هم وکړم؛ خو اوس طالبانو په جومات کې لمونځ جبري کړی دی او وایي د لمانځه په وخت کې باید هټۍ وتړم او جومات ته ولاړم شم او لمونځ وکړم؛ خو د خدای عبادت چې هر ځای وي توپیر نه لري.»

طارق ادامه ورکړ: «د طالبانو دا کار پر خلکو ظلم دی. موږ مسلمانان یو. پوهېږو چې د اسلام شریعت څه ویلي دي. نه پوهېږم طالبان له موږ بېوزلو څه غواړي، په رښتیا چې نور په تنګ شوي یو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی حکیم یونس وایي، طالبانو امر کړی هغه څوک چې په پنځه وخته لمانځه کې حاضر وي نوم یې په «نوملړ» کې ونیسئ.

هغه دوام ورکړ: «ټول خلک بېوزله دي. هر ورځ غریبکارۍ ته ځي او د لمانځه پر وخت خپله پوهېږي چې ترسره یې ‌کړي، دا ظلم یوازې له دین څخه د خلکو لیرې کول دي. طالبان باید له دا شان اقدامونو لاس واخلي؛ ځکه د اسلام دین په زور او جبر نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۲۲ کاله مخکې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د جمعې لمانځه په خطبو کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نوم اخیستل کېده. په هغه دوره کې طالبانو پر ټولو افغانانو لمونځ کول جبري کړي وو.

موده مخکې هم د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر د کابل په بېلابېلو جوماتونو کې د ۴۰۰ لاسپیکرو د لګولو خبر ورکړی و.

طالبانو همداراز په هېواد کې د جمعې لمانځه امامانو ته امر کړی، هغه خطبې چې د طالبانو له خوا ورته چمتو کېږي او د دې ډلې د مشر نوم پکې ذکر دی ترلاسه او ویې وایي.