نړۍ

جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ارزونه پيل کړه

Photo: Reuters.

د جمهوري غوښتونکي ګوند غړو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډیو ډک وتلو په اړه څېرنه پیل کړې ده. د ځواکونو دا وتل د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ناڅاپي واکمنۍ لامل شول.

د امریکا د استازو چرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایکل مک کال د جمعې په ورځ وویل چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ته یې لیک لېږلی او له طالبانو سره د اړیکو او مالوماتي ارزونې په اړه یې د یوه اوږد نوملړ غوښتنه کړې ده.

مک کال، د اپوزیسیون یو پخوانی غړی چې د کال په سر کې د امریکا استازو جرګې ته له لارې موندلو وروسته د جرګې رییس شو وویل چې «بېځایه او له شرم ډک» دي چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن دولت، (له افغانستانه) د شاتګ په اړه مالومات له ورکولو ډډه وکړي.»

د امریکا د استازو جرګې په بیانیه کې راغلي: «له افغانستانه د بایډن دولت له ګډوډۍ ډک او مرګوني وتلو وروسته، د امریکا دښمنان لا سپین سترګي شوي او دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل شوی دی.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د شاتګ په اړه د اسنادو او مالوماتو له غوښتلو سره سره، د بایډن دولت د کانګرس غړو ته د جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

هغه وویل چې د ولسمشر په توګه، دا موضوع ډېره جدي نیسي او دا پلټنې تر هغه چې ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړل شي او ټول مسوول لوري ځواب ویونکي وي، تعقیب کړي. موږ دا د امریکا د خلکو مدیون یوو، په تېره بیا د امریکايي افسرانو او سرتېرو.»

نوموړي یو مهال وېش وټاکه او اعلان یې وکړ چې ټولو مالومات او هر بل مورد چې غوښتل کېږي، باید لږ ترلږه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۲۶مې پورې وړاندې شي.