سوداګري

د بشردوستانه نقدي مرستو له ځنډولو وروسته د افغانیو د ارزښت کمېدل

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت له ۹۰ افغانیو لوړ شوی او که له افغانستان سره دا مرستې ونه شي، د هېواد د پیسو ارزښت به لا بې ثباته شي.

د افغانستان بانک د رسمي شمېرو له مخې، دغه بانک په کابو یوه میاشت کې، کابو سل میلیون ډالر د افغانیو د ثبات د ساتلو لپاره د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړې؛ خو لا هم په دې موده کې د افغانیو ارزښت له ښه ثباته نه دی برخمن شوی.

سیاسي بې ثباتۍ د افغانستان پر اقتصاد سیوری غوړولی او له هغې وروسته چې طالبانو د نجونو پرمخ پوهنتونونه او وروسته د ښځو د کار مخنیوی اعلان کړ، افانستان ته نقدي مرستې نه دې رسېدلې.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې د بشردوستانه نقدي مرستو له ځنډېدو وروسته، د نورو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت کم شوی او پېر پلور یې له نوي افغانیو لوړ شوی دی.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک وايي چې د ۴۰ میلیوني بستو درېدو د افغانیو پر ارزښت منفي اغېز کړی دی.

عبدالرحمان زیرک وویل: «کله چې د افغانیو ارزښت ټیټ او د ډالرو لوړ شي، په هغه ورځ د افغانستان په بازار کې مداخله کوي او بازار ته ډالر وړاندې کوي، په تېرو دوو ورځو کې هغه تبلیغات چې افغانستان ته ډالر نه دي راغلي، پر بازار یې منفي اغېز کړی دی.»

د اقتصادي چارو شنونکی سیدمسعود هم په دې اړه ټینګار کوي: «په افغانستان کې تر ډېره د پیسو د ارزښت د کمښت مسله د پولي میکانیزم اړوند نه ده. په افغانستان کې بیه ټاکل له بهره ترسره کېږي نه د ننه په هېواد کې. تل یې هره اونۍ څلوېښت میلیون ډالر له صرافانو اخیستل او په واقعیت کې هغه پیسې چې د افغانستان بانک له لارې پلمپ (مهر او سرغچ) کېدې، پلورلې به یې بېرته به یې پیسې له افغانستانه ایستلې.»

د افغانستان بانک هم هېواد ته د څلوېښت میلیون ډالري بشر دوستانو مرستو د بستو له ځنډولو وروسته، د افغانیو د ثبات لپاره د ډالرو د لیلام بهیر زیات کړی دی.

د هغو شمېرو له مخې چې د افغانستان بانک پر ټویټر پاڼه خپرې شوې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د ۲۰۲۲ کال د دسمبر له څوارلسمې وروسته کابو سل میلیون ډالر پلورلي دي. دغه بانک نن سه شنبې هم اوولس میلیون ډالر لیلام ته وړاندې کړل.

د احصاییې او معلوماتو د ملي ادارې د وروستي راپور له مخې، افغانستان څه د پاسه اتیا سلنه د تجارت کسر لري او د هېواد د اړتیا وړ ډېری توکي له بهر په تېره بیا ایران، پاکستان، چین او د منځنۍ آسیا له هېوادونو واردېږي او سوداګر وايي چې سوداګریز توکي په ډالرو اخیستل کېږي او د ډالرو د ارزښت په لوړېدو سره په افغانستان کې هم د توکو بیې لوړېږي.