ښځې

یوه ښځه د بې وزلۍ له امله خپل بډوډی پلوري

هغه مور چې دنده یې له لاسه ورکړې او له وزګارۍ او بې وزلۍ کړېږي، وايي چې د بچیانو د ګېډو د مړولو لپاره هېڅ لار نه لري او غواړي چې خپله یو بډوډی وپلوري.

آرزو د پنځو ماشومانو مور ده، پنځه کاله مخکې یې خاوند مړ شوی او هغه د خپلو ماشومانو سرپرستي پرغاړه لري.

دغه مور وايي چې په یوه خصوصي دفتر کې یې کار کاوه خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې دنده له لاسه ورکړه.

هغه زیاتوي چې څو میاشتې مخکې ځینې ورځې کورونو ته د جامو وینځلو او پاک کارۍ لپاره تله، خو اوس څوک کار نه ورکوي.

دغې مېرمنې له آمو سره په خبرو کې وویل چې له یوې اونۍ راهیسې د خوړو لپاره هېڅ نه لري او اړ شوې چې وچې ډوډۍ په اوبو کې لندې او وخوري.

دا ښځه وايي چې د کور د کرایې پیسې نه لري، د کور د ګرمولو لپاره سون توکي نه لري، زړې جامې سوځوي ترڅو یې بچیان تاوده شي.

آرزو وایي چې څو ځله یې له خپلوانو پیسې پور کړې او اوس اړ شوې د ژوند د پرمخ بیولو لپاره خپل بډوډی وپلوري.

هغې وویل: «څو ورځې کېږي چې ډوډۍ او سون توکي نه لرم، په کور کې وچه ډوډۍ وه په اوبو کې مې لنده کړه او بچیانو ته مې ورکړه. په کور کې هېڅ نه موندل کېږي ټولو (بچیانو) مې غوښتل ځانوژنه وکړي، ویل یې چې له دې ژونده مرګ ښه دی. ما ویل داسې نه چې بچیان مې ځانوژنه وکړي اړ شوم چې بډوډۍ مې پلور ته وړاندې کړم ترڅو مې بچیان له لوږې ونه مري.»

آرزو یوازینۍ مور نه ده چې له بې وزلۍ کړېږي، په تېر یو نیم کال کې څو ځله مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي خبره کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي بنسټ (سیګار) د تېر کال د مرغومي په ۱۳مه وویل چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۱ سلنه کاري ځواک ښځې وې، خو په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره دا مېرمنې له دندو بې برخې شوې دي.

که څه هم د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم یو شمېر مېرمنې په افغانستان کې له بهرنیو بنسټونو سره کار کاوه، خو د طالبانو د روان کال د مرغومي په څلورمه دغه ټولې مېرمنې په بهرنیو موسسو کې له کاره منع کړې دي.

طالبانو د روان کال د مرغومي په څلورمه په افغانستان کې له بهرنیو بنسټونو سره د ښځو کار منع کړ.

له دې پرېکړې وروسته، د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا آی سي آر سي، ان آر سي، ورلډ وېژن او وار چایلډ په ګډون اوو لویو نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه ودرول.

د ملګروملتونو سازمان د ښځو برخه وایي چې د بشر دوستانه سازمانونو ۸۶ سلنه فعالیت چې د ښځو له خوا یې مشري کېده او د ښځو د وضعیت په اړه یې کار کاوه، د طالبانو له فرمان وروسته درول او یا محدود شوی دی.