سوداګري

د سړو خونو د نشتون له امله د غور او بادغیس د کروندګرو د محصولاتو زیانمنېدل

د غور او بادغیس ولایتونو یو شمېر کروندګر او سوداګر د خپلو کرنیزو توکو د ساتنې لپاره د معیاري سړو خونو له نشتونه شکایت کوي او وایي، چې د سړو خونو نشتوالی د هغوی د کرنیزو توکو د له منځه تلو لامل شوی او هغوی ته یې زیان رسولی دی.

۳۶ کلن ګل احمد د غور د دولت‌یار ولسوالۍ یو کروندګر دی. هغه د بزګرۍ او بڼوالۍ ۱۸ کلنه مخینه لري. نوموړی وایي چې د خپلې ځمکې ۱۰ جرېبه برخه یې د مېوو باغونو او د کچالو کرلو ته ځانګړې کړې ده.

د ګل احمد په وینا د معیاري سړوخونو نشتوالی د دې لامل شوی، چې ونه‌شي کولای خپل کرنیز محصولات په سمه توګه وساتي.

هغه وویل: «په تېرو ۱۸ کلونو کې چې بزګري کوم، یوه کوچنۍ زېرمه مې جوړه کړې ترڅو وکولای شم خپل توکي وساتم. زه د یوې معیاري سړخونې پر جوړولو بریالی نه شوم. له همدې امله اړ یم خپل کرنیز حاصلات مخکې له دې چې خراب شي په کمه بیه وپلورم.»

ګل احمد دوام ورکړ: «سږکال مې له خپلو ځمکو ۱۶ خرواره کچالو او ۱۳ خرواره مڼې ترلاسه کړې. د دې له امله چې د ساتلو لپاره مې یې ځای نه درلود خپل کچالو مې کیلو پر ۱۲ افغانۍ او مڼې مې کیلو پر ۲۴ افغانۍ وپلورلې.»

د بادغیس یو بل کروندګر ۲۷ کلن سلیم شاه هم د پستې د حاصلاتو د ساتلو لپاره د سړوخونو له نشتوالي شکایت لري. هغه وایي: «د دې له امله چې سړه خونه مې نه لرله ونه‌توانېدم د پستو د ونې حاصلات په سمه توګه وساتم او د ټولو ونو پستې مې له ځان سره بازار ته یوړې او کیلو مې پر ۶۰۰ او ۷۰۰ افغانۍ وپلورلې. موږ مخکې هم همدا پسته له ۱۲۰۰ تر ۱۷۰۰ افغانیو پلورله.»

د غور او بادغیس کروندګر په دې باور دي چې که د حاصلاتو د ساتلو لپاره يې کوم ځای وای، هغوی به خپل حاصلات د ژمي په وروستیو او د پسرلي په لومړیو کې په څو برابره بیې پلورل.

اخوا په دغو ولایتونو کې یو شمېر سوداګر هم وایي چې هغوی نه دي توانېدلي له کروندګرو او بڼوالو پېرل شوي کرنیز محصولات له هېواده بهر ته صادر کړي.

بادغیس کې د پستې یو سوداګر ضیاءالحق احمدي د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «له بده‌مرغه په تېرو ۲۰ کلونو کې دولت او موسسو د کروندګرو د حاصلاتو د ساتلو لپاره هېڅ کار نه دی کړی او موږ هم چې د کروندګرو حاصلات پېرلي دي تر اوسه نه یو بریالي شوي هغه له هېواده بهر ته ولېږدوو او پېردونکي هم نه لري.»

د فیروکوه ښار یو هټیوال خیرالدین هم د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي: «کلونه مخکې کاروبار ښه و، سږ کال هېڅ هم نشته. مخکیني دولت هم په تېرو څو کلونو کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې او ان یوه سړه خونه یې نه ده جوړه کړې او د بازار د نشتون له امله د حاصلاتو بیه هم کمه شوې ده.»

په همدې حال کې د بادغیس او غور د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې هغوی د دغو ولایتونو د بزګرۍ او بڼوالۍ د حاصلاتو د ودې لپاره ډېرې هڅې کړې دي او په تېرو څو کلونو کې یې په ښار او ولسوالیو کې لسګونه سړې خونې او تودې خونې د کرنیزو محصولاتو له خرابېدو د مخنیوي لپاره جوړې کړې دي.

هغوی همداراز زیاته کړې، چې هڅه کوي ترڅو په راروان کال کې په دغو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره لا زیاتې سړې خونې جوړې کړي او بهرنیو هېوادونو ته د حاصلاتو د صادراتو زمینه هم برابره کړي.

غور او بادغیس ولایتونو کې سوداګر او کروندګر د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسوولینو غواړي چې د معیاري سړوخونو د جوړولو ترڅنګ بهر ته د محصولاتو د صادرولو زمینه هم برابره کړي.