نړۍ

په استرالیا کې د دوو چورلکو د لګېدو له امله څلور تنه مړه شول

د استرالیا په طلايي ساحل کې یوه پارک ته نږدې د دوو چورلکو د غورځېدو په پایله کې، لږ ترلږه څلور تنه مړه او درې نور ټپیان شول.

ددغه هېواد پولیس وایي چې ددې پېښې له قربانیانو سره د هغو کسانو له خوا بیړنۍ مرستې وشوې چې د رخصتیو د تېرولو لپاره دغه ځای ته ورغلي وو.

د پولیسو یو چارواکی ګري وورل وایي چې خلک له کورنیو کښتیو او نورو سیمو څخه له زیانمنو سره د مرستې لپاره دې ځای ته ورتلل.

د کویینزلنډ پولیسو پر ټویټر دا پېښه تایید کړې، خو زیات جزیات یې نه دي ورکړي.

له دې پېښې وروسته، د «سي ورلډ» ساحل شاوخوا سیمه د خلکو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

د دې سیمې د پولیسو ادارې پر ټویټر له خلکو وغوښتل چې دې ځای ته له ورتلو ډډه وکړي.

استرالیایي رسنیو رپوټ ورکړ، د کویینزلنډ د اور وژنې ادارې اعلان کړی چې د دیارلسو ناروغانو د وضعیت د ارزونې په حال کې دي.

له بلې خوا، پولیسو تایید کړې چې یوه چورلکه له بلې چورلکې سره له لګېدو وروسته توانېدلې په بري سره ځمکې ته راکوزه شي.

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، له دغې پېښې وروسته خپرو شویو انځورونو کې ښودل شوي چې چورلکه له الوتنې وروسته له بلې چورلکې سره چې د اوبو پر سر د الوت په حال کې وه، لګېدلې ده.

د چورلکې له غورځېدو لږ وروسته، استرالیايي رسنیو رپوټ ورکړ چې په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي.