روغتیا

پکتیکا کې د شري ناروغۍ تر ۳۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي

شری یوه ویروسي ناروغي ده، چې تر ډیره په کم عمره او هغو ماشومانو کې رامنځته کیږي، چې واکسین یې نه وي ترلاسه کړي.

پکتیکا کې د طالبانو د عامي روغتیا ریاست د پېښو د ثبت مدیر عمران وایې: «تر اوسه په پکتیکا کې د شري تر ۳۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي، خو دا هغه ماشومانو کې وو، چې له وړاندې واکسین ورته تطبیق شوی و. تر اوسه پورې موږ د شرې له امله د مړینې پېښه نه ده ثبت کړې او دلته هره ورځ پر شري اخته ماشومان راوړل کیږي، خو د هغوی بدن معافیت لري او ژر یې درملنه کیږي.»

د د شري ناروغۍ واکسین دوه دوزه لري چې لومړی دوز یې په نهه میاشتنی او دوهم دوز یې په اتلس میاشتنی کې تطبیق کیږي.

د پکتیکا ولایت د ولایتي روغتون یو ډاکټر عزت‌الله وایې: «شری په تر ۴-۶ میاشتو ټیټ او ځينو کوچنيانو کې آن تر ۹ مياشتنۍ پورې غیرمعموله ده. د دغې ناروغۍ نښې ټوخی، پوزې څخه اوبه بهېدل او وروسته پر پوستکي باندې سره هموار خاپونه دي، چې لومړی د غوږونو له شاتنۍ برخې څخه پیل بیا غاړه وروسته مخ بيا ټول اطرافو ته خپريږي. همدارنګه سخته تبه ورسره وي. ماشوم بې‌اشتها او ناارامه وي او د مستقیم تماس په واسطه انتقالیږی.»

پر یادې ناروغۍ د اخته ماشوم مور ګل بشره وایې: «ماشوم مې سخت ژړل، تبه یې وه له دوو ورځو وروسته یې د غوږو شاته او بیا په ټول مخ او بدن سرې وړې دانې پیدا شوې ډاکټرانو ویل درملنه یې اسانه ده تبه یې هم اوس کمه شوې ده.»

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سردار ولي یې د درملنې لارې راښیې: «څنګه چې نوموړې ناروغي يوه ويروسي ناروغي ده، نو داسې درمل چې د ناروغۍ دوران را كم كړي نشته، یوازې د علایمو درملنه کیږي، مور او پلار بايد د ماشوم تبه هر شپږ ساعته اندازه كړي او د تبې د راكمولو درمل وركړي، د اوبو بخار د ماشوم د وچ ټوخي په كمولو كې اغېزمن دی.»

پکتیکا کې د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره څو ورځي وړاندې لس ورځنی پراخ کمپاین کې زرګونه ماشومان واکسین شول، ترڅو د یادې ناروغي په پیښو کې کمښت او د ماشومانو د مړینې خطر راکم کړی.