په بدخشان کې ځینې کروندګر آمو ته وایي، سره له دې چې د «وجدان عذاب» لري، خو د «اقتصادي ستونزو او بېکارۍ» له امله اړ دي «کوکنار» وکري. په دې راپور کې له یوې نجلۍ سره خبرې شوي چې د کار او زدهکړې له محرومیت وروسته یې د «کوکنارو په کروندې» کې کار پیل کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې، د بدخشان اوسېدونکو په دوامداره ډول د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په اړه له طالبانو سره نښتې کړې دي؛ د طالبانو مخنیوي ځینې وختونه پراخ او حتی له تاوتریخوالي سره مل لاریونونه رامینځته کړي دي.
د امنیتي اندیښنو او د مرکه کونکو د خوندیتوب د ساتنې له امله، د مرکه کونکو مخونه په دې راپور کې نه دي ښودل شوي.
هغه نجلۍ چۍ یوه ورځ یې په لاس کې قلم و او لیکلیې کول، خو نن یې لور په لاس کې نیولی او په عامه اصطلاح، د تریاکو لپاره د کوکنارو شیره راوباسي. په (مستعار) ستاره نوم یې له آمو سره خبرې کړې دي.
وايي چې په بریالیتوب سره پوهنتون ته د ننوتو په ازموینه کې بریالۍ شوه، خو د طالبانو بندیز دې ته اړه کړه چې د کوکنارو په کرونده کې کار وکړي. د امنیتي دلایلو له امله، د مرکه کونکو مخونه په راپور کې نه دي ښودل شوي.
هغه زیاتوي: «که موږ ته د ښوونځیو دروازې خلاصې شوې وای، نو اوس به مې ښوونځی یا پوهنتون پای ته رسولی وای. خو اوس مجبوره یو چې کوکنار وکرو. دا یوه حقیقت ده چې موږ له وجدانې عذابه سره مخ یو، ځکه چې تریاک زموږ ځوانانو ته ډېر زیان رسوي – د بدن غړي، څېره، او روغتیا ته. تریاک ډېر زیان لري، خو موږ مجبوره یو چې یې وکرو. البته اقتصادي ګټه یې زیاته ده، چې پرې کولای شو د ژوند مالي اړتیاوې تنظیم کړو. په بدخشان کې چې جګړه کېږي، هم دا د تریاکو پر سر ده. موږ له دولت (طالبانو) نه غوښتنه لرو چې د کوکنارو بدیل راکړي، لکه سره، د غنمو، وربشو او جوارو تخمونه.»
په تیرو دوو کلونو کې، د بدخشان په بېلابېلو برخو کې د خلکو او طالبانو ترمنځ نښتې او تاوتریخوالی رامنځته شوی دی. د سرچینو، په ځانګړې توګه د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د تاوتریخوالي او نښتو لامل د کوکنارو د کروندو ویجاړول وو.
ځايي سرچینې وايي چې دوه مهم دلیلونه شته چې ولې ځینې خلک د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په وړاندې مقاومت کوي. لومړی، دوی وايي دا پروسه غیر عادلانه او انتخابي ده. دوهم، دا چې بدیل کښت یې نشته.
دغه تاوتریخوالی او نښتې، د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د خلکو د وژل کیدو او ټپي کیدو لامل شوي هم دي.
د دې لاریونونو په وروستي پړاو کې، چې یوازې څو اونۍ وړاندې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې ترسره شو، سیمه ییزو سرچینو آمو ته تایید کړه چې د طالبانو له ډزو وروسته پنځلس کسان وژل شوي او له شپیتو ډیر ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه شمېرې نه دې ورکړې، خو د بدخشان والي بي بي سي ته تایید کړه چې دوی په لاریون کونکو ډزې کړې دي.
د کوکنارو بوټی، چې د کوکنارو په نوم پیژندل کیږي، له شېرې څخه یې تریاک جوړېږي. ځايي سرچینې وايي طالبانو، واک ته له راستنېدو وروسته، د هیواد په ځینو برخو کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي او په نشه یي توکو د روږدو کسانو د شمیر د کمولو لپاره له زور کار اخیستی دی. که څه هم طالبان ادعا کوي چې دوی په ټول هیواد کې د کوکنارو د کښت سره په بشپړ او یو شان مبارزه کوي او د دوحې د خبرو اترو له لارې په دې برخه کې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کوي.
خو، سیمه ییزې سرچینې ټینګار کوي چې د بدیل کښت په نشتوالي کې او د دوی په باور، یو شان چلند سره، د کوکنارو د کښت په وړاندې هڅې او مبارزه به اغیزمنې پایلې ونه لري.
